افغانستان
ننګرهار کې ٨٠٠ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه
په ننګرهار کې د غصب شويو ځمکو د مخنیوي او بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې په سره رود ولسوالۍ کې ٨٠٠
په ننګرهار کې د غصب شويو ځمکو د مخنیوي او بېرته راګرځولو تخنیکي کمېټې په سره رود ولسوالۍ کې ٨٠٠ جریبه دولتي ځمکه تثبيت کړې ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې سره رود ولسوالۍ ته په کاري سفر کې د خیرآباد سیمې د کارېز ګړوم کلي کې ۸۰۰ جریبه ځمکه، چې د غاصبینو لخوا غصب او په یو اندازه ساحه کې یې کورونه هم جوړېدل تثبیت کړې ده.
د دغه کمېټې رئیس عبدالستار محمد پر ځایي اوسېدونکو غږ وکړ، چې په دولتي غصب شویو ځمکو باندې د کورونو له جوړولو څخه ډډه وکړي.
نوموړي د سره رود ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته هم سپارښتنه وکړه، چې په یاده سیمه کې د کورونو د جوړولو مخه ونيسي او چاته اجازه ورنه کړي، چې په غصب شوې ځمکه کې کورونه جوړ کړي.