افغانستان

بغلان کې نږدې ۷۵۰۰ جریبه ځمکه له غصبه خلاصه شوه

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، چې د دې ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د غصب

د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، چې د دې ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د غصب مخنیوي کمېټې نږدې ۷۵۰۰جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.
د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو برخې مدیر ولي امرخېل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دهنه غوري ولسوالۍ په منګلو، چینزایو او بي بي ګهوارې سیمو کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې ۷۴۵۷ جریبه ځمکه تثبیت او له غصب څخه یې خلاصه کړه… 7مخ
امرخېل زیاته کړه، چې په بغلان کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د رییس قاري بلال په مشرۍ د غصب د مخنیوي کمېټه د عدلیې، قومندانۍ او نورو اړوندو ارګانونو سره په پوره همغږۍ هڅه کوي څو په دې ولایت کې ټولې هغه دولتي ځمکې چې کلونه په غیرقانوني ډول د یو شمېر غاصبینو له لوري غصب شوې بېرته خلاصې او د حکومت ملکیت یې وګرځوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *