سرمقالې

د تکفیري انګېرنو پرخلاف جدي مبارزه په کار ده!

د کابل د تېرې چارشنبې ناوړه ځان وژونکې پېښه یوځل بیا زموږ د یو شمېر بې ګناه هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شوه.

د کابل د تېرې چارشنبې ناوړه ځان وژونکې پېښه یوځل بیا زموږ د یو شمېر بې ګناه هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شوه. داچې د پېښې مسؤلیت داعش پرغاړه واخیست او دايې یو استشهادي بریدوګاڼه نوښکاره ده چې تر سره کوونکی یې حتماً پریوه داسې تکفیري عقیده روزل شوی چې ټول امارت مرتد او ګرد افغان ولس بلکې ټول مسلمان امت د داعشي خلافت نه منلو په وجه باغي اوکافر بولي چې په وینایې طبعاً بیا د همدوی د خلافت لپاره هڅه هاند ستر جهاد او قربانیان یې پاخه شهیدان او د لویو درجو خاوندان دي. په دې کې هیڅ شک نشته چې د خوارجو تکفیري ډله په مسلمانانو کې ډېره پخوانۍ مخینه لري، خو څرنګه چې هغو زمانو کې د اوس په شان نړیوال پیوستتون نه و، د اسلام نورو د ښمنانو هم ونه شو کولی چې یاده ډله اکمال او د خپلو موخو لپاره استعمال کړي. خوله بده مرغه نن سبا د نویو استخباراتي تکتیکونو او وسایلو پرمټ دا هرڅه خورا ډېر اسانه شوي او دادی ټول اسلامی امت ولیدل چې داعشي دولت څومره ژر د نړیوالو کفري ځواکونو لومو کې ونښت اوبیایې ګڼو اسلامی هېوادوته څومره خطرناک زیانونه ورسول. په دې اساس معلومه ده چې په دې زمانه کې داعشي فتنه او تکفیري عقاید سل سلنه د نورو کفري ځواکونو لاس ته ورغلې، هماغه یې ساتنه او پالنه کوي او فقط د خپلو اهدافو لپاره کار ترې اخلي. که څه هم د دغه حقیقت درک د لمر په څېر واضح دی خو په ډېر افسوس چې بیا هم یو زیات شمېر په اصطلاح سلفی یا اهل حدیث استادان او ملایان پټ اوښکاره دهمدغې تکفیري ډلې تایید کوي. بناء پردې موږ ویلی شو چې اوس مهال د دغو تکفیریانو مالی او تخنیکي ملاتړ دنړیوالو کفري ځواکونو له خوا تر سره کیږي خو فکري او نظریاتي تقویه یې د څوشاذ، نادرو او په نوم سلفي استادانو کار دی. دا زښته ډېر یو تریخ حقیقت دی او باید چې زر تر زره یې مخه ونیول شي. موږ بیا هم ټینګارکوو چې د داعشیانو د خلافت ناره غلطه، بې منطقه او سراسر نامعقوله او هیڅکله د تطبیق وړ نه ده. ایا څوک باورکولی شي چې د خلافت دقیام لپاره د اسلامي نړۍ ګرد سره جهادي دعوتي او سیاسي غور ځنګونه، تحریکونه، علماء او مخور له منځه یو وړل شي، پرټول امت دکفر و ارتداد فتوا ولګول شي او ترهغه وروسته یو اسلامي خلافت قایم شي؟ خو بیا هم په ډېر افسوس او خواشينۍ چې ځینو مدارسو،مکاتبو او پوهنځیوکې د همداسې غیر منطقی افراطیت ننګه کیږي او فکري تومنه ورکول کیږي. دلته باید دا یادونه هم وشي چې اوس مهال زموږ هېوادکې د حکومت پرخلاف جګړې لپاره هیڅ معقول دلیل او منطقی داعیه نشته. مانا داسې کومه عقلی توجیه اوتاویل نه لیدل کیږي چې پرمټ یې یوکس قربانۍ او سرښندني ته وهڅول او سرورکولو ته چمتو شي. البته فقط دوه لارې ممکنې دي چې یوه يې همدا تکفیري نظریه ده چې یونیم مختل الذهن انسان پرې قانع کېدلی اوله خپل سره تېرېدلی شي او دویمه لاريې د پیسو ګټلو تلوسه ده چې په دې کې بیا خطرمنل شته خو حتمي سرښندنه پکې نشته. ځکه خو دا ډول کسان یا تبلغاتي ډګرکې کار کوي یاچاته پټ بمونه ږدي او مختلفوځایو کې چاودنې کوي.
دا ‌ډله کسان یوازې او یوازې پیسې غواړي. دوی مطلق مفسدین، تخریب کاران اوغله دي چې له دې پرته بل هیڅ کوم سیاسي او فکري ارمان نه لري نو په هره ناروا طریقه یې چې ترلاسه کولی شي، صرفه نه کوي. پاتې شوه ړومبۍ ډله، هغه چې د خلافت د قیام لپاره خلک سرښندنې ته چمتو کوي، ددوی قابوکولو لپاره اړینه ده پرهغو فکري مراکزو یې کاروشي کوم چې داډول شاګردان روزې. مثلاً دهمدې مفکورې استادان باید همېشه ترڅار لاندې او تر ممکنه حده د حکومت په غېږ کې ونیول شي. ضمنا په کار ده چې د همدوی له نامتو او مشهورو کسانو د امارت پرخلاف د جګړې د حرمت فتوا وې صادرې او د ټول هېواد په ګوټ ګوټ کې نشر کړی شي. دغه راز دګردې اسلامي نړۍ دمشهورو عملماؤ فتوا ګانې هم باید خپرې او د هر ډول رسنیزو وسایلو له لارې په جوماتونو، مدارسو او ټولو تعلیمی مراکزو کې تر خواصو او عوامو ورسول شي. سربېره پردې راډیو، ټی وي او نورو چاپي او ټولنیزو رسنیو کې هم باید وخت پروخت د تکفیري انګېرنو او د خوارجو بدمرغې او مفسدې ډلې پرخلاف خبرې او علمي بحثونه وشي. ځکه زموږ هېواد تېرو څلورولسیزو جګړو او کفري یرغلونو واقعاً د افراطیت پرخوا بیولی او د یو شمیر ځوانانو اذهان کاملاً بې تولې او کاږه معلومیږي چې داعشیانوته یې د جلب او جذب چاره هم تریوې اندازې اسانه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *