سرمقالې

د هېوادوالو یوه ډېره مهمه اړتیا!

لکه چې معلومه ده هر حیوان له خپل وضعیت او شرایطو سره سم د استوګنې یو کور او مناسب چاپېریال ته ضرورت لري، خو انسان چې یو عاقل، ناطق او مکلف حیوان دی، خامخا یې ژوند پېچلی او مجبورۍ یې هم ګڼې دي. همدا وجه ده چې له شرعي پلوه هم یو مناسب مسکن د انسان په اصلي حوایجو کې شامل دی. خو له دې سره سره زموږ د هېواد واکمنو له پېړیو راهیسې د خپل رعیت دغې اړتیا ته چندان توجه نه ده کړې. دا هم په داسې حال کې چې همدا اوس موجود څلوېښت میلیونه افغانان د څه لازیاتې شپږ نیم لکه کیلو متره مربع ځمکې خاوندان دي. حقیقت دادی چې زموږ هېواد کې د ځمکو د وېش او ودانۍ برخه کې ډېر لږ کار شول. مثلاً د ګوتو په شمېر څو ویالې جوړې او اړوند ځمکې یې څه پر خلکو وېشلې او څه حکومت سره پاتې دي یا دا چې ځینې وچې ځمکې د کورونو، بازارونو او صنعتي پارکونو لپاره خلکو ته ورکړل شوې وي. له همدې امله د عام ولس د استوګنې او کور جوړولو ستونزه عموماً پر خپل ځای پاتې ده. ځکه ښکاره ده چې زموږ هېواد کې د نفوسو زیاتېدو نسبت هم ښه لوړ چلیږي او وده یې خورا چټکه روانه ده چې طبعاً د استوګنې د کورونو اړتیا یې هم ورځ تربلې مخ پر زیاتېدو ده. له بلې خوا اوس هېواد ته د پردېسیو افغانانو د راستنېدو بهیر هم ګړندی شوی چې زیاتره کورنۍ یې د استوګنې لپاره لږ ځای هم نه لري. د همدغو وجوهاتو پر اساس ویلی شو چې د اسلامي امارت د مشرانو لپاره هېوادوالوته د مناسبو استوګنځیو برابرولو مکلفیت هم ور په غاړه او په کار ده چې د خپل رعیت یادې ستونزې ته یوه مناسبه تګلاره ترتیب کړي. د یاودنې وړده چې هېوادوالو ته د کورونو لپاره د ځمکو وېش د هېواد بسیاینې پروسه کې هم مرسته کوي او کله چې له ګڼ مېشتو ښارونو بهر خلکوته مثلاً یو یو جریب ځمکه ورکړی شي، ښکاره ده چې بیا هره کورنۍ کولی شي خپل کور کې دننه څو ونې د مېوې او سونګ لپاره، څه ځای د کورنیو څارویو د ساتنې او څه ناڅه د ضرورت وړ شنېلیو د کښت لپاره ولري. په دې توګه به د هرې کورنۍ یوه برخه اقتصادي ستونزې حل او د ځینو اړتیاو له پلوه به پر ځان بسیا شوې وي. البته په دې ټول پوهیږو چې د ځمکو د ابادۍ او وېش په لړ کې خو طبعاً لومړی ه طریقه ده خو بې له شکه یو څه ضرورتونه داسې هم شته چې په وچو او شاړو ځمکو کې هم ترسره کېدی شي لکه بازارونه، کارخانې او کورونه، ځکه خو لازمه ده چې د حکومت له لوري د هر ډول ځمکو لپاره هماغسې مناسبې تګلارې وټاکل شي او ضروري اقدامات پرې وشي خو یا د ساتئ چې د هر ډول دولتي ځمکو په اړه د تصرفاتو واک او اختیار فقط د حکومت لپاره مجاز او د اړوندو مسؤلینو مکلفیت دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *