افغانستان
نيمروز کې لسګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې
د نیمروز مرکز زرنج ښار په عبدالوحید کلي کې د ٩٨١ زره او ۶۴۳ افغانیو په لګښت د برېښنا ترانسفرمر نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د نیمروز د برېښنا رئیس مولوي حبیب الله عبیدي وویل، چې دغه ترانسفرمر د یاد ریاست او یاد کلي د اوسېدونکو په مالي مرسته د ۹۸۱ زره او ۶۴۳ افغانيو په لګښت نصب شوی دی.عبیدي زیاته کړه، چې د یاد ترانسفرمر پرمټ له ۴۰ زیاتې کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې دي.