د میدان وردګو د چک ولسوالۍ د سیاب درې په چهار کلا سیمه کې د ولسي خلکو لخوا پر ۴ جریبه ځمکه د یو روغتیايي مرکز د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د میدان وردګو ولایتي چارواکو د ولسي خلکو د دغه نېک اقدام ستاینه کړې او نورو قومي مخورو، دولت او خیریه موسسو څخه یې وغوښتل، چې یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول ورغوي، تر څو په کې ولسونو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي. د یادونې وړ ده، چې دغه روغتیايي مرکز د سویډن کمېټې لخوا تمویلېږي او له ننه څخه کابو ۱۳ کاله وړاندې د دغې سیمې خلکو ته منظور شوی، خو تر دې دمه یې ودانۍ نه درلوده او په یوه غیر معیاري هستوکنځي کې یې ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.
With Product You Purchase
Subscribe to our mailing list to get the new updates!
Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur.
Related Articles
Check Also
Close