افغانستان
پکتیکا کې زلزله ځپلو ته ۳۷۴ کورونه جوړ شول
د پکتیکا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ګيان ولسوالۍ کې د څه باندې ۵۵ میلیونو افغانیو په لګښت ۳۷۴ کورونه جوړ شوي دي. د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس وايي، چې د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د «کورډیډ» موسسې له لوري زلزله ځپلو ته د ۵۵ میلیونه ۲۴۵ زرو افغانیو په لګښت د ۳۷۴ کورونو رغولو او د ۶ کورونو د بیا رغولو چارې بشپړې شوې دي. د یادونې وړ ده چې یاد کورونه د ۸ میاشتو په موده کې جوړ شوي او پر هر کور ۱۴۷ زره او ۷۱۳ افغانۍ په لګښت راغلی دی.