افغانستاناقتصاد او رغونه

هرات ښاروالۍ ۱۹۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د هرات د ښاروالۍ مسوولین په دغه ولایت کې د شاوخوا ۱۹۰ میلیونه افغانیوعوایدو د راټولولو خبر ورکوي.
د هرات د ښاروالۍ ویاند ناصر آرمل د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې شاوخوا ۱۹۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته سپارلي دي.
هغه زیاته کړه، چې یاد عواید د ښاري خدمتونو له محصولاتو، ښار ته د ننوتلو له دروازو، د کورونو د صفایي او سوداګریزو ساحو له محصولاتو، اعلانونو، جواز ورکړې او د ښاروالۍ د املاکو له لارې راټول شوي دي.
د یادونې وړ ده، د یاد ولایت ښاروالۍ په پام کې لري چې د مالي کال تر پایه شاوخوا یو میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button