افغانستانورزش

کابل کې په نړیواله کچه د کرېکټ لوبغالی جوړیږي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزارء عالي مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع په مشرۍ تیره ورځ د افغانستان کرکټ بین المللي ورزشي لوبغالي د جوړولو په موخه د قلعه زمان خان پروژې د ۱۶،۱۴،۱۳ او ۱۷ فازونو اصلاحي تفصیلي پلان د نهایي کولو په اړه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د کابل ښاروالۍ، د چارو ادارې لوی ریاست او د افغانستان کرکټ بورډ غړو حضور درلود، په پیل کې انجنیر امیر د کابل ښاروالۍ کارپوه د یاد پلان پریزینټیشن وړاندې کړ.
نوموړي په خپل پریزنټیشن کې د اصلاحي پلان د پس منظر او موخو او د کابینې غونډې ته د هغه د وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، د ۱۳۹۹ کال د تلې په لومړۍ نېټه د اوبو، ځمکې او ښاري پراختیا عالي شورا پرېکړه وکړه چې د کرکټ بین المللي ورزشي لوبغالي د جوړولو لپاره دې وړ او مناسبه ځمکه انتخاب شي، هماغه وو چې کابل ښاروالۍ د کور او ښار جوړولو وزارت سره په همغږۍ یاد ځای د کابل ښار شپاړسمې ناحیې اړوند د قلعه زمان خان پروژې د الوخېلو سیمه کې انتخاب کړ.
انجنیر امیر زیاته کړه، د هغه وخت کابینې د سل جریبه دولتي ځمکې د استفادې حق د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته منظور کړ، د تفصیلي پلان له اصلاح وروسته فیصله وشوه چې د ښاري چوکاټ مطابق دې د ښاري معیارونو او د کابل ښاروالۍ د دفترونو د اساس په پام کې نیولو سره دې د اصلي ساحې له سل جریبه ځمکې څخه یواځې ۸۶جریبه د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته تسلیم شي.
په دې غونډه کې یادونه هم وشوه چې د ریاست الوزاء اداري کمېسیون پرېکړه کې ترڅو یاده ۸۶ جریبه ځمکه په وړیا ډول د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته د کرکټ بین المللي ورزشي لوبغالي د جوړولو په موخه وسپارل شي.
ورپسې د کابل ښاروالۍ د طرح او پلانونو د تطبیق رئیس حمدالله شاکري، د افغانستان کرکټ بورډ او د چارو ادارې لوی ریاست استازو د یاد اصلاحي تفصیلي پلان او د کرکټ بورډ ادارې ته د مشخصې شوې ځمکې د سپارلو په موخه خپل نظریات او وړاندیزونه بیان کړل. د کرکټ بورډ استازي د دې په بیانولو سره چې د افغانستان کرکټ بین المللي ورزشي لوبغالی به د هوټل، روغتیایي مرکز، جوماتونو او نورو استانتیاو یو بشپړ کمپلکس ترڅنګ د هېواد او سیمې د خلکو په اقتصادي وده کې مثبت اغېز ولري وویل، هیله لرم د افغانستان کرکټ بورډ ته د یادې ځمکې د سپارلو په برخه کې دې عاجل اقدام وشي.
د غونډې په پای کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزارء عالي مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، د کرکټ بین المللي لوبغالي جوړول یو نېک ګام دی چې له یوې خوا به د کرکټ لوبغاړي وکولای شي په بین المللي معیارونو مطابق لوبې ترسره او له بل اړخه به د کابل ښار د یوې برخې د آبادۍ او زموږ یو شمېر هېوادوالو ته د کاري فرصت برابرولولامل شي.
ډاکټر ملاعبدالواسع زیاته کړه، دا چې موضوع وروستۍ شوې او هڅه دې وشي چې د خنډونو د له منځه وړلو په موخه دې د افغانستان کرکټ بین المللي ورزشي لوبغالي اصلاحي تفصیلي پلان د منظورۍ په موخه د ریاست الوزراء عالي مقام ته وړاندې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *