افغانستان
هلمند کې د ۲۶ میلیونو افغانیو په لګښت د ګلدانونو او کټارو رغولو چارې پیل شوې
د لښګرګاه د ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز لښګرګاه ښار کې د ګلدانونو او کټارو د رغولو او رنګمالۍ چارې د ۲۶ میلیونو ۱۶ زره او ۸۵۰ افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د لښګرګاه د ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز لښګرګاه ښار کې د ګلدانونو او کټارو د رغولو او رنګمالۍ چارې د ۲۶ میلیونو ۱۶ زره او ۸۵۰ افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د لښکرګاه ښاروالۍ مرستیال نېک محمد اُمتي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د لومړۍ، دوهمې، درېیمې او څلورمې ناحیو د ګلدانونو او کټارو د رغولو او رنګمالۍ چارې د لښکرګاه ښاروالۍ په انکشافي بودجې رغول کېږي، چې چارې به یې د ۴ میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د یاد وني وړ ده، چې په یادو پروژو کې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شې.