افغانستاناقتصاد او رغونه

غزني کې د ۹۰ پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي

شریعت: د غزني د اقتصاد ریاست مسوولینو ولس ته د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د شریکولو په غونډه کې وویل، چې په دغه ولایت کې د بېلابېلو موسسو له لوري د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره  د ۹۰ پروژو چارې روانې دي.

شریعت: د غزني د اقتصاد ریاست مسوولینو ولس ته د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د شریکولو په غونډه کې وویل، چې په دغه ولایت کې د بېلابېلو موسسو له لوري د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره  د ۹۰ پروژو چارې روانې دي.

په دې غونډه کې د اقتصاد ریاست مسوولینو زیاته کړه، چې دغه پروژې د ۴۲ کورنيو او بهرنيو موسسو له لوري په روغتیا، ښوونې او روزنې، اقتصاد، د کلیو، بیا رغونې او پراختیا برخو کې کار کوي.

هغوی زیاته کړه، چې سږ کال په دغه ولایت کې د غیر دولتي موسسو له لوري ۲ زره ۵۰۰ کسانو ته په قراردادي توګه او ۱۴ زره ۸۲۸ کسانو ته په مؤقتي ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

مسوولینو ډاډ ورکړ، چې په دغه ولایت کې به د بې وزلۍ د کمولو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *