هنیه : افغانان د آزادۍ د مبارزې مخکښان دي او موږ یې پلیوني یو
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي، د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره ټليفوني خبرې کړې دي.د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد، په خپلې رسمي اېکس پاڼې کې ليکلي دي: “د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي، د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره د نوموړي د اولادونو او کورنۍ د غړيو د شهادت د تسليت په موخه ټليفوني خبرې وکړې.”د مجاهد په وينا، په دې ټليفوني مکالمه کې مولوي متقي، د حماس غورځنګ د سياسي دفتر مشر ته د يادې غميزې په اړه د تسليت مراتب وړاندې کړي او د شهيدانو د شهادت د قبوليت دعا يې کړې ده.هغه دغه راز، هيله ښودلې چې د شهيدانو وينې به حتما رنګ راوړي او ويلي يې دي چې باور لري د دغو قربانيو په پايله کې به د فلسطين خاوره د صهيونيستي اشغالګرو له منګولو آزاده شي.د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سرپرست همدا رنګه يادونه کړې چې افغانستان هم د زياتو قربانيو په پايله کې خپلواکي ترلاسه کړې او د فلسطين مجاهد ولس ته یې د استقامت، ثبات او صبر هيله کړې ده.په ورته مهال، اسماعیل هنيه د مولوي امير خان متقي له تسليت او غمرازۍ شريکولو څخه مننه کړې او د شهيدانو د شهادت قبولتیا دعا يې کړې ده.هغه ويلي دي: “د افغانستان ملت د آزادۍ د مبارزې مخکښان دي او موږ د هغوی پر پلونو مزل کوو،
اميد دی چې زموږ دغه وينې به هم رنګ راوړي.”د حماس غورځنګ د سياسي دفتر مشر، دغه راز د افغانستان اسلامي امارت زعيم عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله او د افغانستان ولس ته خپل سلامونه او نيکې پېروزينې وړاندې کړې دي.د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې؛ د حماس غورځنګ د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه درې زامن او د کورنۍ څو نور غړي يې، د اسرائیلو صهيونيستي رژيم په هوايي بريد کې چې پرون په غزه کې ترسره شو؛ په شهادت ورسېدل.