افغانستان

هند: افغانستان کې اهل هنودو ته د ځمکو ورګرځول مثبت اقدام دی

هند د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري اهل هنود او سیکانو ته د هغوی د ځمکو ورګرځول مثبت اقدام یاد کړی دی. هندي رسنیو ویلي، دا څرګندونې پرون د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال رسنیو سره په خبرو کې کړې دي. نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مشر وايي، د ځمکو د غصب مخنیوي او د ځمکو د استرداد کمېسیون د افغان هندوانو او سېکانو د غصب شویو شتمنیو د خلاصون بهیر پیل کړی. نوموړي له یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، دغه کمېسیون به هندوانو او سیکانو ته د دوی ټولې هغه شتمنۍ بېرته وسپاري چې د تېر حکومت پر مهال غصب شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *