مقالی اوتبصرې

واکمنو ته د شيطان لعین فرېبونه !

شيطان د انسان هغه ستر دښمن دی، چې ټول عمر یې د انسانانو بې لارې کولو ته وقف کړی دی او الله تعالی ته يې قَسَم کړی دی چې زه به خامخا ستا بندګان ګمرا کوم او دوی ته به د مخ، شا، ښي او چپ طرف څخه راځم. انسان که د شيطان د ليدلو وړتیا نه لري، مګر الله تعالی بار بار د شيطان له فرېبه او دښمنۍ خبر کړى او ویرولی دى، او فرمايي: ای مؤمنانو د شيطان په لارو مه ځئ، له شک پرته هغه ستاسو ښکاره دښمن دی!
شيطان هرچاته تل په کمین کې ناست وي، عالم د علم په جامه کې، مجاهد د جهاد په جامه کې، بزرګ د بزګې په جامه کې او واکمن د واکمنې په جامه کې بې لارې کوي، دلته دا پوښتنه مطرح شوې، چې شيطان؛ واکمن کسان(بادشاهان، وزیران، والیان او….)په کومو چلونو او فرېبونو بې لارې کوي او غولو؟
١_ فرېب: شيطان واکمنو خلکو ته په ذهن کې دا ورکوي چې تاسو الله تعالی ته تر بل هر چا خوښ خلګ ياست او د الله تعالی نائبین یاست؛ ځکه یې تاسو ته د واک او حکومت واګې په لاس درکړې دي!
که رښتيا هم واکمن کسان الله تعالی ته خوښ او د هغه خلیفه ګان وي، نو بايد دوی تر بل هرچا د الله تعالی رضا ولټوي او د هغه په شرعي قانون فیصله وکړي.
البته، په ښکاره توګه واک او حکومت خو الله تعالی خپلو داسي مبغوضو دښمنانو ته هم ورکړی دی، چې هیڅکله به د رحمت په نظر ورته ونه ګوري لکه: نمرود، فرعون او داسي نور، دوی ته یې اوږده موده باچاهي او په مسلمانانو سلطه ورکړې وه او ډېر انبياء(ع) او صالحین یې شهیدان کړل؛ ځکه نو يوازې واک او حکومت د الله تعالی د خوښۍ دليل نشې کيدای.
٢_ فرېب: واکمنو کسانو ته شيطان په ذهن کې دا ورکوي چې واکمن کس باید هیبت لرونکی شخصیت وي. نو ددې طريقې د عملي کولو لپاره تکبر کوي، د علماوو ملګرتيا له خپل شان سره مناسبه نه ګڼي، نتيجه يې داشي چې بيا د خپلې ناپوهي له مخې په خپله رایه عمل کوي او دين يې برباد شي. داشان بیا د علماوو پر ځای له ناپوهانو دنیا دارو سره ملګرتیا کوي او د هغوی خصلت(دنيا غوښتنه) يې د ژوند موخه او طبيعت وګرځي.
٣_ فرېب: واکمنو کسانو ته شيطان دا په ذهن کې ورکوي، چې ستاسو اوږده باچاهي ستاسو پر اصلاح دلالت کوي؛ ځکه که چیرته تاسو د الله تعالی له لارې څخه کاږه وای؛ سمدستي به مو حکومت چپه شوی وای! شيطان يې په دغه فرېب په خپلو ګناهونو ړانده او دوکه کړي. حالانکه، د تاريخ په اوږدو کې بې لارې خلکو تر ډېره وخته حکومت او باچاهي کړې ده او تر ډېره وخته د پاتې کیدو وجه يې الله تعالی داسي بيانوي: ژباړه: موږ دوی ته ځکه ډېر مهلت ور کوو، چې ګناه يې زياته شي.
٤_ فرېب: شيطان واکمنو کسانو ته په زړه کې ډار ور اچوي، تر څو شاوخوا د ځان ساتلو لپاره پيرې ودروي، چې بيا مظلوم کسان نه شي کولای، په اسانۍ سره ځانونه ور ورسوي. عمرو بن مرة الجهني رض له رسول الله ﷺ څخه روايت کوي چې هغه ﷺ وفرمایل: الله تعالی چې یو څوک د مسلمانانو پر چارو مشر وټاکي او بیا دی د مسلمانانو د ضرورتونو تر مينځ مانع وګرځي(يعني دومره پيرې او ساتونکي یې له ځانه تاو کړي وي، چې خلک په اسانۍ سره نشي ور رسیدلای) نو الله تعالی به دقيامت په ورځ دده ضروريات پوره نه کړي.
٥_ فرېب: دا چې باچاهان، وزیران او والیان داسي خلک پر دندو ګماري چې د کار اهليت، علم او تقوا نه لري او بیا د ددغو خلکو پر مټ په نورو خلګو ظلمونه کوي او بیا وايي چې موږ خو له الهي عذابه خلاص يو. دوی باید فکر وکړي چې د دوی لخوا د ګمارل شويو کسانو د هرې ناروا کړنې په عذاب کې دوی هم ور شريک دي.
٦_ فرېب: شيطان واکمنو ته په ذهن کې دا ورکوي، چې تاسو باید په سیاسي چارو کې د خپلې رايې له مخې ښه په تدبیر سره کار وکړئ او د شريعت په مقابل کې پر خپله رایه پرېکړه وکړئ، کله دداسي سړي لاس پرې شي چې د يادې سزا مستحق نه وي او کله بې ګناه کس ووژل شي، ددې فرېب دوهم مطلب دا دی چې شريعت نیمګړی دی او ستاسو په رایه باندي يې تکمیل کېږي. او دا دشیطان یو ستر فرېب دی؛ ځکه شريعت الهي سياست دی او په الهي سياست کې زيادت او کمښت نا شوني دی.
٧_ فرېب: شيطان واکمن کسان په دې غولوي چې په بيت المال کې هر ډول تصرف کولای شي…. په داسي حال کې چې واکمن کس خو د ټولو مسلمانانو د مالونو ساتونکى دی، نو هغه په پردي مال کې څنګه په خپل سر تصرف کولای شي؟! ابن عقيل رح وايي: موږ خبر شو چې حماد د اموي خلیفه وليد بن يزيد په ستاینه کې څه اشعار زمزمه کړل، هغه ترې خوشحاله شو، پنځوس زره روپۍ او دوې مينځې يې د جائزې په توګه ورکړې او بیا خلک نوموړی په دغه کار ستايي؛ حال دا چې هغه د مسلمانانو په مال کې داسي بې ځایه لاسوهنه وکړه چې ګني، نوموړی د شيطان له وروڼو وبلل شو.
٨_ فرېب: شيطان واکمنو خلکو ته په ذهن کې دا ورکوي، چې کله ستاسو پر مټ په ټول هیواد کې امن آمان راغلی دی، دا به تاسو له عذابه منعه کوي او په ټوله کې تاسو ته خپل ګناهونه دومره لوی زيان نه اړوي! داسي واکمنو ته بايد وويل شي: چې په خلکو باندي ستا اطاعت له دې امله لازم شوی دی چې ته د خلکو لپاره د امن ذمینه برابروې او هر کله چې تا ګناهونو ته مخه کړه، بیا د څه شي په برکت بايد له تاڅخه عذاب وګرځي؟!
٩_ فرېب: شيطان واکمنو خلکو ته دا په ذهن کې ورکوي، چې تاسو غوره او ټینګ نظم رامنځته کړی دی او د هر چا حالات برابر دي، حال داچې په لږ فکر کولو سره به معلومه شي چې بیا به هم په حکومت کې ډېرې خرابيانې او نیمګړتیاوې موجودې وي. کله داسي هم پېښه شي، چې واکمنو کسانو د يو منکر مخنيوی کړی وي، خو بل طرفته نور پراخ منکرات په عامه کچه روان وي. قاسم بن طلحه بن محمد الشاهد رح وايي: ما داسي بادشاهان هم لیدلي دي، چې له یوې خوا به يې په لارو کې نجوميانو ته د ناستې اجازه نه ورکوله؛ تر څو په خلګو کې د نجوميانو علم خپور نه شي، خو بل خوا به له همغه واکمنو سره داسي بې ږيرې هلکان ګرځيدو، چې پيکي او ویښتان به يې سم کړي وو.
١٠_فرېب: شيطان واکمنو کسانو ته دا ورته په ګوته کوي چې په وهلو، ټکولو او ډېره سختۍ سره له خلمو څخه مالونه(ټيکس) ترلاسه کړي. خلیفه عمر بن عبدالعزيز رح ته خپل یو عامل وليکل چې یو قوم په خداوندي مال(عشر یا خراج) ورکولو کې خيانت کړی دی او له سزا پرته ترې مال وصول کول، امکان نه لري؟
نوموړي ورته په ځواب کې ولیکل: هغه خلک چې په خپل خيانت برسېره له الله تعالی سره مخامخ شي، ماته تر دې خوښه ده، چې زه د هغوی د وینو تویولو په سر له الله تعالی سره مخامخ شم.
١١_ فرېب: شيطان واکمنو کسانو ته دا خبره ورپه ګوته کوي، چې لومړی له کمزورو خلکو څخه مال په زور ترلاسه کړي او بیا هغه مال له دې امله خیرات کړي، چې له دوی څخه ګناه لري شي، بلکې ځيني وايي: چې یو درهم په خيرات ورکول به زموږ د لسو هغو دراهمو لپاره بديل جوړ شي، چې موږ له چا په زور اخیستي دي. حالانکه علماوو ویلي دي چې د حرام مال په خيراتولو کې که د ثواب نيت وشي؛ دا دکفر لامل جوړيږي!
١٢_فرېب: شيطان واکمنو کسانو ته دا چل ورکوي، چې واکمن کسان په ګناهونو باندي له ټینګار سره سره، بايد له نېکانو خلکو سره د ملاقات او تعلقاتو شوق ولري او له هغوی نه دعاګانې وغواړي، تر څو ګناهونه يې کم شي.
له مالک بن دينار رح څخه یو عامل د دعا غوښتنه وکړه، مالک رح هغه لوښي ته اشاره وکړه چې پکې له خلکو په ناروا توګه را جمعه شوې روپۍ پرتې وې او ويې ویل: زه تاته څه دعا وکړم، په داسي حال کې چې زرګونه کسان تاته بددعا(ښېرا) کوي، آیا د یو سړي دعا به اوريدل کېږي، خو د زرو کسانو فریاد به نه اوريدل کېږي؟!
١٣_ فرېب: بعضي ټيټ رتبه کسان د لوړ رتبه کسانو لپاره کار کوي او ظلمونه پیل کړي، شيطان دا دوکه ورکوي چې په تا باندي هيڅ ګناه نشته، بلکې ګناه په هغه چا ده چې ستا په سر مشر دی، حالانکه له ظالم سره په ظلم کې همکاري کول، لوی ظلم دی.
مالک بن دينار رح ویلي دي چې د سړي لپاره دومره خيانت بس دی، چې په بيت المال کې د خائنانو سره همکار شي.
مأخذ: [تلبيس ابلیس ص ٢٣٢] ابن جوزي رح

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button