شعرونه

غــــزل

ناقرار ژوند مې که هیچا قرار نکړ
ما د ګل غوندې نازک زړه ازار نکړ

چې په کومه تله ما ؤ درتللی
په هغې تلې مې ستاسره شمار نکړ

که مې ګټه چاته نه وي رسولې
ځان مې هم کله به بل باندې بار نکړ

تور لیوۀ ؤ سپین لباس کې چا پټ کړی
زما مېږو پرې د بوسو اتبار نکړ

که هر څو مې تنهايي ته غیږه ورکړه
یاغي فکر مي په بند کې حصار نکړ

تحقیقي حربې مې ټولې وڅیړلې
خوخپل نفس مې په خپل جرم اقرار نکړ

د زړګیو ازاري به شې صابره!
که په واک کې دې د ژبې ګفتار نکړ

صابرجان محصل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close