شعرونه

راځئ ماتم وکړو !

راځئ ماتم وکړو عالمه! انسانیت مړ دی،
انسان حیوان شو، د بشر هر یو صفت مړ دی،

زموږ په عقل باندې ناسته د جمود خپسه،
کفر بیدار دی خو افسوس مؤمن ملت مړ دی،

ځوانان د رزم اموخته دي د سرود په بزم،
وېره د مرګ خپره ده، شوق د شهادت مړ دی،

غر به روان شي خو د قوم حالت به نه شي بدل،
واعظ اخلاص نه لري، زور د خطابت مړ دی،

د غرب د تور تهذیب څپې ورته را ورسېدې،
د مسلمان کره څراغ د هدایت مړ دی،

د چا له رویه که یو خلاص له مجموعي عذابه
مسخ نور څه وي په څېرو کې نورانیت مړ دی،

راشده ښار د جهان نه لري متاع د عشق،
مینه بې قدره ده، بازار د محبت مړ دی،

راشد کامران

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close