لیکنېمقالی اوتبصرې

ولې د خپل نظام ملاتړ نه کوو !؟

کفار لگیا دي خپلو باطلو او غیر صحیح افعالو او اقوالو ته د صحت نوم ورکوي، ملاتړ یې کوي، په دې برخه کې هڅه او کوښښ کوي، گڼ شمېر کسان یې د دې فعالیت لپاره ځانگړي کړي،خپل ځانونه نړۍ ته پرې ښه معرفي کوي، باطل استدال درسره وایي او د خپلو هغو کړنو چې له بشریت سره ۱۰۰ سلنه مخالفت لري خو بیا یې هم ننگه کوي.موږ الحمدلله ثم الحمدلله الله جل جلاله د اسلام پر ستر نعمت نازولي یوو ، له ټولو غوره امت یې گرځولي یوو او د نبیانو د غوره نبي او رسول (صلی الله علیه وسلم) امت کې یې داخل کړي یوو، په دې سربېره په هغه هېواد کې یې استوگن گرځولي یوو،چې اسلامي نظام پرې خپل سیوری غوړولی، د شریعت په تطبیق کې لومړی مقام لري، امن او امان یې صفت جوړ شوی، د پردیو له اشارو خلاص یوو، نو باید د خپل سپېڅلي نظام ننگه او ملاتړ وکړو غوره کړنې یې وستایوو، د کمي او نقصان په صورت کې په مناسبه طریقه د هغه د اصلاح هڅه وکړو، مشروع امر پر ځای او لبیک ورته ووایو.په ښکلي او له اسلامي نظام برخمن هېواد کې مو داسې کارونه او پروژې تر کار لاندې دي چې په تېر کې ساری نه لیدل کېږي هغه هم په خپله او مستقله بودیجه او پیسو ، کومه برخه کې چې زیاته اړتیا احساسېږي هغه ته د اړتیا د پوره والي پر بناء لومړیتوب ورکول کېږي، پیسې د جیب پر ځای د خپل ښه راتلونکي لپاره په مصرف لگېږي، د نمایشي کارونو پر ځای بنیادي کارونو ته ترجیح ورکول کېږي، چېرته مو چې د هېواد او هېوادوالو لپاره نفع زیاته رسېږي هلته مصرف کوو هسې نه لکه په تېر شل کلن اشغالي دور کې چې د نورو په پیسو به نمایشي او بې بنیاده کارونه د نورو پردیو په اشارو او ویلو تر سره کېدل .د بیلگې په توگه موشت نمونه خروار څو مثالونه د موجوده نظام غوره کارونو او پروژو درته وړاندې کوم:
– د قوشتیپې کانال چې نړیوال یې هک پک حیران کړي او گوته په غاښ دي.
– د سالنگ تونل په داسې نړیوال معیار جوړول چې تر ډېره به د مثال په توگه پاتې وي.
– د کابل -کندهار لویې لارې جوړولو کار په غوره کیفیت سره چې ستره او مهمه پروژه بلل کېږي.
– د ښارونو د زرغونتیا لپاره هغسې هڅه کول کوم چې د ښاریانو لپاره د غوره ژوند کولو راز پکې نغښتی وي.
او داسې نور يې له یادولو یې زما گوتې عاجزې دي ، ضرور ده تر څو قلم او خوله مو د شکر تر څنگ د نظام د ښه یادولو ، ملاتړ ، په ښه طریقه د اشتباهاتو او نقصانونو د اصلاح لپاره په کار واچوو کومه برخه کې چې په موږ باندې د نظام قوام ته ضرورت وي لاس په کار شو ، مټې بډوهو او خپله انرژي په کار واچوو او هغه څه و نه سپموو،چې له موږ سره موجود دي .

سید یحی عمر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *