تاریخ او جغرافیهلیکنې

د بدمرغیو پیل !

۱۳۸۰/۶/۲۰هجری لمریز – 2001/9/11 میلادی کال
دبلخ ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې و، ماښام ۷ بجې مې دامریکا ږغ راډیو پښتو برخه ونیوله چې دسرټکې یې دا وو… د نیویارک پرآسمان څکو ودانیو دالوتکو په مټ برید شوی خبریالانو شېبه په شېبه له سیمې مستقیم خبرونه خپرول، په ټوله امریکا کې خورا وحشت خپور و، درسته نړۍ حیرانه وه چې دامریکا په څېر په یوه پرمختللې ، مجهر اوله هرپلوه په ځان ډاډه او بسیا هېواد کې داسې حالت ویني.
افغانانو هم داپېښه په یوه داسې بڼه څارله چې زرګونه مېله ليرې په یوه غربي هېواد کې رامنځته شوې او ګواکې زموږ سره هېڅ اړه نه لری، خو دا فرضیه ډېره ژر بدله شوه او پوه شوو چې ددې پېښې تاو به ددې کنډواله هېواد بې وزلو وګړو ته رسېږي.
په همدې سهار له دولت آباد نه وخوځېدو نیغ دتخار ولات ته ولاړوچېرې چې دشهید قاري فیض محمد فیاض په مشرۍ دجهادي مدرسې طالبان مېشت وو.
دپېښې سمدستې وروسته امریکايي چارواکو اسلامي امارت ته ګوتڅنډنه وکړه او د اسامه بن لادن د ورسپارلو خبره يې وکړه، اسلامي امارت ورته دخبرو له لارې دموضوع دغوڅولو وړاندیز وکړ خو داسې برېښېدله چې امریکايي لوري لا له وړاندې پرافغانستان دیرغل پرېکړه کړې وه.
اسلامي امارت ډېره هڅه وکړه چې امریکا له حملې نه په شا شي خو ونه شوه، وروستۍ هڅه يې دټول هېواد نه ددوه زرو علماوو راغونډول او دامریکا دیرغل په صورت کې فتوا غوښتل وو.
په کابل کې علماوو دڅو ورځو وروسته داسې فیصله صادره کړه: داسلامي امارت مشرتابه دې داسامه بن لادن نه وغواړې چې په خپله خوښه کوم بل هېواد ته ولاړ شي. دامریکا نه یې وغوښتل چې پرافغانستان دې دیرغل اشتباه نه تکراروي که احیاناً داکارکېږي، نو پرټول ملت جهاد فرض عین کېږي، له بده مرغه امریکا په ډېر غرور کې وه، داسلامي امارت مسلسل وړاندیزونه یې چې دجګړې دمخنیوي لپاره کړې وه، رد کړل.
له بلې خوا داسلامي امارت تماسونه هم دنړۍ دهېوادونو سره ډېر محدود وه، یواځینې چينل پاکستان و، چې له لارې يې دامریکایي لوري سره اړیکه نیول کېدل چې بدبختانه دوی هم په دې منځ کې خپل منافقت کاوه اوپیغامونه یې په پوره توګه نه تبادله کول.
امریکا هم په نظامي اوهم ددیپلوماسۍ په ډکر کې سخته مصروفه وه، چې دحملې لپاره ځانته ملګري ولټوي، چې ټولې هڅې یې په خورا بریالیتوب او پرته له کوم خنډه پرمخ روانې وې، امریکا په خورا بېړه خپلې جنګې بېړۍ او جګړییز سامان آلات دسمندر له لارې سیمې ته راورسول ، دهېوادونو نه یې دهمکارۍ تضمین واخیست، دپاکستان ولسمشر جنرال مشرف دبوش په یوه تلیفوني تماس خپل دحکومت ټول لوری بدل کړ، امریکا ته یې خپله ځمکه اوفضا په چوپړ کې ورکړله.
داسلامي امارت ځواکونه هم دجګړې لپاره په نسبي تیاریو بوخت وه او دجګړې لپاره یې تابیا نیوله. په دې ورځوکې ترټولو زیات فعال د سیا
( سی،آی آې)شیطاني اداري ټیمونه وه چې د ډالرو ډک تور بکسونو سره دپنجشیر په دره کې دقوماندانانو سره په ليده کاته بوخت وه، همداشان دپاکستان په کوټه او پښتونخوا سیموکې دمجاهدینو د پخوانيو چارواکو سره په سلامشورو بوخت وو.
جګړې ته ټولې تیارۍ بشپړه شوې وې چې بالاخره دمیزان دمیاشتې پرپنځلسمه کال ۱۳۸۰ /لمریز داکتوبر پر ۷مه ۲۰۰۱ میلادي پرافغانستان دیرغل قومانده ورکړل شوه…

مولوي حیات الله مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *