نړۍ
پرون هم د صهيونیستانولپاره خونړۍ ورځ وه
د اسرائیلو پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د غزې په شمال کې دوه او جنوب کې درې سرتېري له فلسطیني جهادي ډلو سره په مخامخ نښتو کې سخت ټپیان شوي دي.
خو د ځینو رسنیو د راپورونو پر اساس پرون هم د نورو ورځو په څېر د اسرایلي پوځیانو لپاره یوه سخته ورځ وه او سخت تلفات وراوښتي دي.