دینې لیکنېلیکنې

ولې د روژې په را رسېدو د خوراکي توکو بیې لوړیږي؟

د هر انسان پېژندنه د هغه د عملکرد له مخې په ډېره ښه توګه څرګندېدای شي،نو ځکه که موږ د هېواد د عمده توکو سوداګرو ته هر څومره چیغې ووهو،چې انصاف وکړئ روژه مبارکه د مسلمانانو متبرکه میاشت ده،د خپلو توکو بیې په خپل پخواني حال په تعادل کې وساتئ،چې دا د الله پاک د رضا او د مخلوق یې د خوشحالۍ سبب کېږي،خو کوم دي هغه غوږونه چې زموږ دا [ندا] پرې واورېدل شي، دوی خو دا خبره ځکه نه مني،چې یوکال یې د لوړ منفعت د لاس ته راوړلو په تمه د روژې میاشتې ته انتظارایستلی،ترڅو په دې میاشت (توره) ګټه ترلاسه کړي هغه ګټه چې په څرګنده د الله پاک معصیت په کې نغښتی دی،نو ځکه به د بیو په لوړولو څه هغه پروا ورشي چې څوک پرې خپه کېږي اویا خوشحالېږي ؟
موږ په عنوان کې د چرګ غوښې د بیو لوړوالي ته اشاره وکړه چې پخوا یې کیلو په ۲۰۰ افغانۍ عرضه کېده خو اوس یې له موجه دلیل پرته بیه ۲۲۰ افغانۍ شوې،چې زموږ په نظر دا د سوداګرو هغه بېځایه منفعت جویي ده چې هم الله او هم یې مخلوق پرې خپه کېږي .
نن سبا د پسونو او غوایانو د غوښو پر ځای د چرګانو له غوښو زیاته استفاده کېږي او عمده پلورونکو هم دا دعام ولس دغه ضرورت درک کړی چې د بیو له لوړوالي سره ، سره یې بازار تود دی ، ځکه روژتیان اړ دي چې د نورو حيواناتو د غوښو پر ځای د چرګ له غوښو استفاده وکړي،خو دا نه ده معلومه،چې دوی د کوم احساس له مخې د بیو د لوړوالي دې بېرحمۍ ته ملا تړلې ده ؟
نه یوازې د چرګ غوښه،بلکې د نورو هغو توکو بیې چې په روژه کې یې استعمال زیات دی هم لوړې شوې ، سبزیجات اوپه تېره بیا د مرچک بیې چې د ذایقې له وجې یې په روژه کې استعمال ډېر دی دوه برابره لوړې شوي ، دغه سوداګرو ته په لطایف الحیل ورپه زړه کوو چې دوی هم د مسلمانانو روژه تیان دي لازمه نه ده چې ځانونه د بیو په لوړوالي د دومره ستر ظلم او ناروا مرتکب کړي ، که د توکو بیې په خپل پخواني میزان په تعادل کې وساتل شي د دوی دنیوي او اخروي اجربه هم په کې نغښتی وي ، بیا هم موږ کوم کار نلرو،ځکه دوی په خپل منفعت تر موږ ښه پوهېږي یوازې مو اخلاقي یادونه وکړه،ځکه عزت ،ذلت ، لوړتی،ځوړتیا، فقر او غنا دا ټول د الله تعالی له جانبه دي ، له خبري رسنیو او اروپایي هېوادونو ته تللیو کډوالو له خولې اورو،چې د روژې په مبارکه میاشت کې په کفري هېوادونو لکه جرمني ، انګلستان ، امریکا ، فرانسه او یو شمېر نورو هېوادونوکې چې هلته مسلمانان اوسېږي د روژې په میاشت کې د دوی د استوګنې په محلونو کې دخوراکي توکو بیې د روژې د میاشتې په حرمت اوکرامت یوڅه را ټېټېږي،نه یوازې دا ، بلکې له افغانستان پرته په نوره اسلامي نړۍ کې هم د روژې په مبارکه میاشت کې زړه سواندي مسلمان د روژتیانو لپاره سهولتونه برابروي،سوداګر د خپلو لومړنیو توکو بیې پرته له دې چې حکومت اویا کوم بل عدلي ارګان فشار پرې راوړي یوازې د الله (ج) د رضا او دروژې مبارکې میاشتې د حرمت په خاطر دومره را ټیټوي چې یوازې ضرر ونه کړي او نوریې له ګټې صرف نظر وي ځکه دوی پوهېږي چې د مسلمانانو غوره هغه څوک دی چې د روژې په میاشت کې د الله ج له روژتي مخلوق سره ښېګڼه وکړي او په خوراکي توکو یې د ثواب موندلو لپاره یو بل مسلمان روژه ماتې کړې، په اسلامي هېوادونو کې داسې پانګوال هم شته چې په روژه ماتي یې دسترخوان غوړولی وي او هغه څوک یې چې په خوراکي توکو روژه ماتوي ،دی له خوشحالۍ اوښکې تویوي، خو وایي د هغه سوداګرپه حال چې د خوراکي توکو د پلور بیې یې د کال د نورو میاشتو په پرتله په روژه کې لوړېږي او دی دې ناروا منفعت ته خوشحالېږي.
زړه سواندی او (الله وال) سوداګر د روژې په مبارکه میاشت کې د خپلو توکو د بیو ټیټوالی له خپل الله ج سره معامله اوسوداګري بولي، د هغه پاک ذات د رضا د حاصلولو لپاره د صدقې دا لاره له ټولو غوره او په ځای ګڼي ، بیشکه ! د غیبي خزانو مالک الله پاک تل د هر چا نیتونو او عملکردونو ته په ننداره وي، بیا ځلې دغه ټکي ته اشاره کوو،چې وای د هغه سوداګرو په حال چې د روژې په مبارکه میاشت کې د خپلو توکو بیې لوړوي اودی یې په (توره) ګټه افتخارهم کوي.
نو ځکه زموږګیله هم ، د دوی د بیو تر لوړوالي لس برابره لوړه ده چې د روژې میاشت لا نه وي رابره شوې او دوی اړم وي د غوښې، بورې، خرما، اوړو، وریجو اودال بیې لوړوي،که وپوښتو؟ چې د دغه سوداګرو د بیو دا لوړوالی به د کومو عواملو زیږنده وي ښایي دې نتیجې ته ورسېږو چې دوی به د خپلو معنوي ارزښتونو د نه رعایت له وجې خپل دغه عملکرد ته مخه کړې وي او د الله په معصیت کې به خپلې همیانۍ له حلالو او حرامو ډکوي .
د دې پوښتنې ځواب به بیا څوک ولري چې ولې توره ګټه دومره خوږه وي چې د ځینو سوداګرو حرص سترګې یې داسې ورپټې کړې چې نه حق ویني نه عدالت ، یوازې په خپله ناروا ګټه بې انصافه فکر کوي ؟
اسلام د تعادل دین دی او روژه د برکت او له ګناهونو د معافیت میاشت ده او په روژه کې د سوداګرو لخوا بېځایه د بیو لوړول او احتکارحرام ښودل شوی دغه میاشت د نجات او د الله له غضبه د خلاصون میاشت ده، نه دا چې خپل ځانونه په دغه میاشت کې د ثواب پرځای د الله پاک په قهر او غضب کلک کړو.

حیات الله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button