بېلابېلې لیکنېلیکنې

هېواد کې نورو اورښتونو ته اړتيا شته؟

وروستيو اورښتونو او واورو په ټول هېواد کې نېږدې ۴۰ تنه شهيدان کړل او په همدې کچه يې ټپيان کړل؛ د زيانمنو شويو کورنيو شمېر له ۷۰۰ اوښتی او لسګونه زره څاروي يا تلف شوي او يا زیانمن
شوي. د تېرو څو کلونو په پرتله د سږ کال ورښتونه او واورې ډېرې ګڼل کېږي او داسې فکر کېږي، چې شته اورښتونه او واورې به د هېواد د راتلونکي کال اړتيا پوره کړي، خو داسې نده لکه څنګه چې فکر
کېږي.
وروستي اورښتونه او واورې د هېواد د را روان يو کال پنځوس سلنه اړتيا هم نشي پوره کولی، بلکې له نورمال اوبيز کال څخه دا اورښتونه او واورې کمې دي. آن که دوه لسيزې وروسته نورمال اوبیز حالت ته ورګرځو او په ځمکه کې د اوبو د سطحې کچه له همغه وخت سره برابره غواړو، نو اړتيا ده دغه ډول اورښوتونه څو برابره نور هم زيات وي، ترڅو د اوبو ښکته تللې سطحه بېرته عادي حالت ته راپورته شي، ځکه په تېرو دوه لسيزو کې د اوبو سطحه نېږدې دوه برابره ښکته
تللې.
شل کاله وړاندې سيندونه د اوس په کچه نه وو او د کروندو اوبه نه وې وچې، خو اوس موږ وينو آن د کابل په زړه کې کابل سيند وچ دی، د هلمند، فراه، تخار، بلخ، هرات او څو نورو ولایتونو ډېری ځمکې وچکالۍ ځپلې. د اوبو د سطحې د ښکته تللو او د ورښتونو او واورو د کمښت له امله روغ روغ کلي له خپلو سيمو کوچېدلي. خو دا هم يو منلی حقیقت دی، چې په نړۍ کې د کاريدونکو ګازونو اغېز د افغانستان پر اقليم پروت دی او د ګازونو د کاريدنې د ډېرښت له امله افغانستان نور هم بد حالت ته په حرکت دی. ورښتونه او واورې طبيعي حالت دی، چې د انسان په واک کې ندي، خو د ورښتونو او واورو ذخيره کول او ترې دوامداره ګټه اخيستل د انسان د وس کار دی. که څه هم د حکومت له لوري په يو کال کې د ۴۰۰ وړو بندونو د جوړښت هوډ شوی، خو يوازې ۴۰۰ واړه بندونه نه شي کولی د اوبو د سطحې د ښکته تللو مخه ونیسي، بلکې کم تر کمه په هره ولسوالۍ کې د ۵ وړو بندونو جوړښت ممکن دغه ستونزه کابو کړای شي. په روان حالت کې د حکومت لپاره ستونزمنه ده، چې په هره ولسوالۍ کې دې ۵ واړه بندونه جوړ کړي، خو کېدلی شي قومونه او بارسوخه اشخاص يې په جوړښت کې ونډه ولري او په کور دننه او له کور د باندې هېوادوالو څخه په مالي ملاتړ دغه چاره وکړای شي. د داسې یو وړوکي بند جوړول، چې د سيلاب، واورې او چينو اوبه مهار کړای شي؛ د ملي تجارانو له وسه هم پوره ده. په نورو ملتونو کې د ملتونو ستونزې تر ډېره په کور دننه د بډايه وګړو په ملاتړ حل شوي او حل کېږي؛ لازمه ده په افغانستان کې هم ملي سوداګر وهڅول شي ترڅو په خپلو ګټو کې ملي ګټو ته هم ځای ورکړي. د وړو بندونو د جوړښت یوه لاره دا هم کېدای شي، چې د یوې ولسوالۍ د وړو بندونو پلان تنظیم شي او بیا يې د جوړښت لپاره د مرستې بانکي اکاونټونه جوړ شي او له هېوادوالو وغوښتل شي، چې خپله لږ او ډېره مرسته د همغه بند اکاونټ ته ورجمع کړي، چې دی غواړي په جوړښت کې يې مرسته وي. په دې ډول به په کور د ننه او د باندې هېوادوال وکړای شي تر يوې کچې د وړو بندونو مالي ملاتړ تکميل کړي. د بهر مېشتو هېوادوالو لپاره نړيوال بانکي اکاونټونه کولی شي د هغوی مرستې راټولې کړي. د وړو بندونو په جوړښت به تر يوې کچه د وچکالۍ ستونزه کمه
شي.

لمر شرفزوی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *