اقتصاد او رغونهلیکنې

د نیالگیو بېلا بېلې ګټې

د میوه لرونکو او بې میوې ونو نیالگي د پسرلي په مهال ایښودل کېږي، دا یې مناسب وخت دی ، له هغه وړاندې یا وروسته یې ایښودل ناوخته او بې وخته خبره ده ، کله یې چې پاڼې شنې شي نو بیا یې هم ایښودل کومه مثبته پايله نه ورکوي ، وچېږي او خرابېږي.
نوراځئ! د هېوادپالنې په روحیه په خپل وخت سره د خپلو کورونو په انگړ او همدارنګه د کرنیزو مځکو او عام المنفعه ځایونو کې د میوه لرونکو او بې میوې ونو نیالگي کېږدو څو کور، کلی، ښار او هېواد موسمسور ښایسته او ښېرازه شي.
دا خوڅرگنده ده چې ونې په یوه محل کې د ښکلا اوسمسورتیا له ټولو لوړه او باارزښه نښه ده ، ونه ده چې هر راز میوې را کوي، هوا تازه ساتي او چاپېریال د ښکلا او ښایست د مظهر تر ټولو لوړه بېلگه گڼل کېدای شي.
د همدې خصوصیاتو په تشخیص سره لازمه ده چې سږ کال هم د نیالگیو په ايښودلو کې هڅه وکړو همدارنګه له ټولو هېوادوالو څخه هم هیله ده چې د خپل توان په اندازه په خپلو کورونو او کروندو کې د میوه لرونو او بې میوې ونو نیالگي کېږدي.
د نیالگيو اېښودلو پر مهال د ماشوم په څېر کوچنی او آسیب پذیر وي چې باید ساتنه او پالنه یې وشي ، خو د زمانې په تېرېدو سره لوئیږي اوقوي ونه ترې جوړېږي همدا ونې دي چې بشرته یې لوی خدمتونه کړي او د دوی له عمر سره يې سمه ملگري ورسره کړې ده ، که یې نورې ښېگڼې را وڅېړو،نو له حسابه وتلې ځکه د خوږو میوو ترڅنگ د اوړي د گرمۍ پرمهال یخ سیوری جوړ کړی، چاپېریال تازه او پاک ساتي ، د تنفس لپاره کافي اکسیجن تولید وي او دا خو څرکنده ده چې هوسا ژوند هم په پاک چاپېریال کې نغښتی وي چې همدې ښېګڼو پر بناء ویلای شو،چې د ونو له برکته بشر هوسا او آرام ژوند لري، دپورتنیوخدمتونوترڅنگ په کلیو او بانډوکې د ودانیو د بامونو پټولو لپاره مظبوط تیران هم له ونو په لاس راځي او همدارنگه د سیندونو پرغاړه د ونو او ځنگلونو ایښودل د مځکې په زړه کې د جرړوپه غځولو سره د سیندونو د ساحلونو د تحکیم سبب هم گرځي ، وینو چې همدا اوس مو د هېواد په دننه کې د بهېدونکو سیندونو په ساحلونو کې هرکال په لسگونو هکتاره مځکې سیلابونه او د څړموني سرخآبونه له خپل ځان سره په مخه کوي ، د هېواد د داخلي سیندونو ساحلونه که اوبه یوسي باک نلري،خو تر ټولوخطرناک د آموسیند دی چې د افغانستان او ماو رای النهر د پرتو هېوادونو ترمنځ د حائل په توگه تېرشوی نوځکه هرکال د آموسیند افغان پلو اوږده ساحلونه د خپلوڅپانده او مستو څپو په ترڅ کې له خپل ځان سره وړي او د افغانستان په خاوره کې خپل بستر جوړوي چې دا له ټولو لوړه د اندېښنې وړخبره ده که یې مخنیوی ونه شي د زمانې په تېرېدو سره به د سیند بستر هغه د چا خبره ترمزارشرریف پورې رسېدلی وي، وینا داده، په سمټي موانعو یې د مخنیوي امکانات نه وي،نو دگڼو ځنگلونوایښودل یې د مخنیوي له ټولو ډاډمنه نسخه کېدای شي ځکه په دې صورت کې له یوه پلوه ایښودل شوي ځنگلونه په آساني سره اوبېدای شي اوبل پلوه د سیند په ساحلونو کې د خپلو جرړو د غځولوپه واسطه سیند غاړي کلکې سره گنډي .
دځنگلونو بله ښگېڼه داده چې جرړې یې د نورو ونو په نسبت قوي او ژورې ځي تجربو ثابته کړې هغه بزگران چې د لویو سیند په ساحلونو کې کرنیزې مځکې لري تل د سیند پلو ځنگلونه ږدي ،هغوی ته معلومه ده چې ځنگلونه دنورو ونو په پرتله ډېرې قوي ريښې غځوي د آمو سیند پرغاړوځنگلونه به نه یوازې د سیند غاړې سمسورې وساتي او یو ننداريیز مظهر به جوړ کړي بلکې ساحلونه به یې هم له بسترجوړېدو څخه په امن کې پاتې شي ، سمټي موانع کېدای شي د زمانې په تېرېدوسره له انقراض سره مخ شي.
د اسلامي امارت له را تګ د مخه د تېرو ۴۳ کلونو په ترڅ کې د هېواد له غرنیو ونو او ځنگلونو سره ډېره بېباکي او ناځوانۍ وشوه ځکه د متخاصمو ډلوترمنځ د ستراخفا په توگه وکارول شول په غیرفني اوغیرقانوني ډول ووهل شول او لویې لویې « تمبې» یې گاونډیو هېوادونو ته قاچاق شوې په جگړوکې نه یوازې د ستراخفا په توگه وکارول شوې بلکې د باروتو او لویو او کوچنیو مرمیو د سوغولو په ترڅ کې هم زیانمن شول ښاخونه یې رامات شول د راکټونو اونورو ډول ډول بمونو پارچې یې په تنه او ښاخونو کې وموښتې او خپل طراوت یې له لاسه ورکړ، په ځینو کلیوالي سیمو کې د جگړو پر مهال لوی باغونه هم وسوځېدل او وچ شول ، لنډه داچې د جگړو په صورت کې همدغه غرني ځنگلونه کورني باغونه او نورې عام المنفعه ونې ښکیلو خواوو له زړه سوي پرته وویشتلې چې په دې توگه دغه بېگناه مخلوق له انسانانو وروسته په دوهم گام کې متضررشو .
د ونو ترڅنگ الله پاک د مځکې پر مخ د بشرد خدمت لپاره ډېرڅه نور هم پیدا کړي،خو په دې شرط چې بشر یې په سمه توګه پر استعمال وپوهېږي که د ونو ترڅنگ د نورو نعمتونو گټې وسنجول شي ښایي کتابونه پرې ډک شي.
زموږ خبره د نیالگیو په ايښودلو تکیه ده ، ځینې سپین ږیري کسان په دې باوردي چې په ما تېره ده نو د نیالگیو ايښودلو زحمت ولې په ځان تېروم چې دغه (اند) د دوی ستره تیروتنه ده.
وایي : یوه اتیا کلن بوډا په خپل کرنیزه مځکه کې نوي میوه لرونکي نیالگي ايښودل ، کوم لاروي ترې وپوښتل ، باباجانه! ته اوس بوډا شوی یې ، کله به د دې زحمت ثمر وخورې ، بوډا چې د ژوند ډېرې سړې تودې ليدلې وې او پوره تجربه کار و، په سړه سینه یې د پوښتونکي په ځواب کې وویل : په هغه عادلانه څه چې زه پوهېږم ، ته نه پوهېږي ، زموږ پلرونو موږ ته ونې ايښې موږ ترې میوه وخوړه ، موږ به د میوه لرونکو ونو نیالگي ږدو،چې راتلونکي نسلونه ترې میوه وخوري.
وگورئ څومره منطقي او له مفهوم نه ډکه خبره، چې بوډا بزگرپو وښتونکي ته اورولې ده.
د میوه لرونکو ونو ایښودل جاریه صدقه هم ده ترهغه چې له دې ونې څخه میوه خوړل کېږي ثواب یې ایښودونکي ته رسېږي.
د خپلو خبرو په وروستیو کې یوځل بیا د میوه لرونکو او بې میوې ونو د نیالگیو په اېښودلو سپارښتنه ده ترڅو نه یوازې دیني او د نیوي گټه موترلاسه کړې وي بلکې په ټولنیز لحاظ به مو خپله اخلاقي دنده هم تر سره کړې وي او د هېواد په سمسورتیا کې به مو خپله ونډه اخیستې وي.

حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *