دینې لیکنېلیکنې

د روژې څنګه هرکلی وکړو؟

دا چې روژه راورسیده ؛ په کار ده چې غوره استقبال يې وکړو او ځانونه ورته چمتو کړو، روژې ته د استقبال لپاره بايد لاندې څو ټکي په پام کې ونيول شي:
۱_ دروژې د راتګ دعا کول
انس بن مالک (رض) وایي: کله چې به د رجب مياشت داخله شوه؛ رسول اللهﷺ به وویل
«يا الله! په رجب او شعبان کې زموږ لپاره برکت پيدا کړه او موږ تر رمضان پورې ورسوه» (احمد او طبراني)
صحابه کرامو او سلفو صالحینو به تر روژه شپږ مياشتې وړاندې دعا کوله چې يا الله! موږ تر روژې پورې سالم ورسوه او له روژې شپږ مياشتې وروسته به يې بيا د روژې د قبوليت دعا
کوله.
۲_ درمضان په رارسېدو سره شکر ايستل
امام نووي رح ویلي: د هغه چا لپاره چې نوی نعمت ورکړل شي او يو تکليف ترې پورته شي؛ شکر ايستل مستحب کار دی [الاذکار] رسول اللهﷺ به ویل: تاسې ته د رمضان مبارکه میاشت راغله چې په دې کې الله تعالی پر تاسو روژه فرض کړې ، په دې مياشت کې د جنتونو دروازې خلاصېږي، د جهنم دروازې بندېږي، سرکشه شيطانان تړل کېږي او په دې مياشت کې یوه شپه تر زرو شپو غوره ده، څوک چې د دې شپې له خیره بې برخې شو؛ هغه له لوی خيره بې برخې دی (بهيقي او نسائي)
ابن رجب رح وایي: دغه حديث د دې اصل دی،چې مؤمنان يو بل ته د روژې په راتګ سره مبارکي او زیری ورکوي؛ ځکه مؤمن ته به ولې د جنت د دروازو په خلاصون سره زیری نه ورکول کېږي او ګنهګار ته به ولې د دوزخ د دروازو په تړلو زيری نه ورکول کېږي.
له همدې امله د روژې راتګ د مؤمن لپاره یو ستر نعمت دی او د نعمت شکر بايد ادا کړل
شي.
۳_ دګناهونو د پرېښودلو عزم کول
په شعبان (برات) مياشت کې د بنده ټول زاړه اعمال الله تعالی ته پورته شي، د رمضان مياشت د اعمالو پيل دی؛ ځکه نو مؤمن ته په کار ده چې هغه عمل نامه چې تر اوسه له ګناهونو څخه ښه پاکه ده؛ په ګناهونو خرابه نه کړي او له ټولو ګناهونو څخه توبه وباسي. له ځينو اسلافو را نقل شوي دي: کوم څوک چې په روژه کې يوه ګناه پرېږدي؛ الله تعالی به يې په ټول کال کې بیا له هغې ګناه څخه وژغوري.
۴_ د غوره اعمالو لپاره مهالوېش جوړول
ځينې کسان تر روژې وړاندې د دنیوي کارونو لپاره ښه ترتیب ونيسي او د هر کار لپاره مهالوېش جوړ کړي؛ خو له دې سره بايد د اخروي کارونو لپاره هم ځانګړی ترتيب په پام کې ونيول شي، د کورني ژوند، عباداتو، معاملاتو، ملاقاتونو، خوب، اذکارو، تلاوتونو، او…. ترمنځ باید اوقات تقسیم شي، پلانونه منظم شي او د نورو مياشتو په څېر يې کارونه سره ګډ نه شي.
۵_ عبادت په همت او خوشحالۍ سره پیل کول
الله تعالی فرمايي « ای يحی پيغمبره! (عليه السلام) کتاب په قوت در واخله!»[سورة مريم۱۲] له دې څخه روښانه شوه چې د هر کار په ځانګړي توګه د عبادت پیل بايد په قوي اراده او خوشحالي سره وي؛ ځکه کوم کار چې په ښه توګه پيل شي؛ په ښه توګه ترسره کېږي. ابن عطاء الله اسکندري رح وايي: کارونه چې پیل يې سم وي پايله به يې هم سمه وي. ځينې کسان روژې ته ډېر وارخطا او بې زړه وي چې دا ناروغۍ بايد تر روژه وړاندې له ځانه ايسته کړي، خو عاجزنه شئ او بايد له الله تعالی څخه مرسته وغواړئ.
۶_ د اسلافو تاريخونه کتل
له روژې وړاندې باید د اسلافو تاريخونه وکتل شي چې هغوی په عبادت کې څومره پياوړي وو؛ سفيان ثوري رح به د رمضان په رارسېدو سره خپلۍ ټول کارونه پريښودل او د قرآن کريم تلاوت ته به يې مخه کړه، وليد بن عبد الملک به د روژې په هرو دريو ورځو کې يو ځل د قرآن کريم ختم کاو او په ټول رمضان کې به يې اوولس ځلې ختم کولو ، امام ابوحنيفه رح او امام شافعي رح به په رمضان کې شپيته ځلې قرآن کريم ختماو.
۷_ روح او نفس ته خوښي وربښل
له روژې وړاندې باید هغه کتابونه، رسالې او مقالې مطالعه شي او هغه غږيز درسونه او خپورنې واوريدل شي چې د روژې په غوره والي را څرخي؛ تر څو په روح او نفس کې خوښي پيدا شي او عبادت په نفس دروند تمام نه شي. رسول اللهﷺ به هم تر روژې وړاندې خپلو اصحابو ته دروژې د فضيلت په اړه خبرې کولې، روژې ته به يې تیارۍ نیولی او د روژې زيری به يې وکاوه.
۸_ ناوړه عادات پرېښودل
تر روژې وړاندې باید ناوړه او بې ګټې عادات پرېښودل شي لکه: له ماخستن وروسته ډېر کېناستل/خبرې کول، ډېر خوب او خوراک کول، بې ګټې مجلسونه، ډېرې اړیکې پالل، په بازارونو کې بې ګټې ژوند تېرول، د انټرنیټ ډېر استعمال او داسې نور؛ تر څو دا کارونه يې د عبادت لپاره خنډ نه وګرځي.
۹_ د ضروري مسائلو زدکړه
روژه هم د نورو عباداتو په څېر شرايط، آداب، مفسدات او مکروهات لري؛ ځکه نو تر روژې وړاندې باید په پورته ټولو شیانو هر څوک ځان خبر کړي؛ که عالم نه وي؛ باید له علماوو څخه دیني مسئلې زده کړي؛ ترڅو عبادت يې له فساده وژغورل شي او په ښه توګه قبول شي.
الله تعالی مو تر روژې په خير او عافيت سره ور ورسوه!

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *