شعرونه
غــــزل
ناقرار ژوند مې که هېچا قرار نه کړ
ما د ګل غوندې نازک زړه ازار نه کړ
چې په کومه تله ما ؤ درتللی
په هغې تلې مې ستاسره شمار نه کړ
که مې ګټه چاته نه وي رسولې
ځان مې هم کله به بل باندې بار نه کړ
تور لیوۀ ؤ سپین لباس کې چا پټ کړی
زما میږو پرې د بوسو اتبار نه کړ
که هر څو مې تنهايۍ ته غېږه ورکړه
یاغي فکر مې په بند کې حصار نه کړ
تحقیقي حربې مې ټولې وڅېړلې
خو خپل نفس مې په خپل جرم اقرار نه کړ
د زړګیو ازاري به شې صابره!
که په واک کې دې د ژبې ګفتار نه کړ
صابر