شعرونه

غــــزل

که یم بېـــوسه یا غښتلی ښه یم
ستا تر لیــــدلو نا لیــدلی ښه یم
زما رنځ دوا ته د خندا په جــرګه
راغلـــلې تا وېــلي راغلــی ښه یم
رب ته به وړم د دې وحشت هر تصویر
ړنګ او ويران د غزې کلی ښه یم
مړۍ دې راکـــړه بیـــادې ووژلم
معصومو وینو باندې ولــلی ښه یم
ګرده کُرې کې د ژوند حــق نه لرم
زه مهاجـــر مـــصر شــړلی ښه یم
تا ويلي ښه یې وژنه بم دې ورکړ
په نـــوم مســلمه تا وژلـــی ښه یم
تنکی ارمان تر خـړو خاورو لاندې
پر خپلو اوښکو غریو نیولی ښه یم
هرڅوک په درد زخم ملنډې وهي
د زړو له ښـــاره ځـــمه پلی ښه یم
د یوویشـــتمې پېړۍ شــین اسمانه
جام د مرګي ته جــــل وهلی ښه یم
د خپل ضــمیر په اننګو کې غاور
داسـې بېـــوسه داسـې غلی ښه یم

قاري محمدیوسف غاور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close