نړۍ

اسرائیلیان: نتانیاهو دې استعفا ورکړي

دا څوم ځل دی، چې غزه کې د روانې جګړې پر مهال د اسرائیلو اوسېدونکي د صهیونیست لومړي وزیر نتانیاهو پر ضد لارو او کوڅو ته راوځي او د نوموړي د استعفا غوښتنه کوي.
پرون او وړمه ورځ هم ګڼ شمېر اسرایلیانو د لومړي وزیر نتانیاهو پر ضد لاریون کړی او هغه یې د حماس او نورو فلسطیني جهادي ډلو له بنده د خپلو عزیزانو په راخلاصولو کې پاتې بللی دی.
مخکې تر دې د لومړي وزیر په ګډون اسرائیلي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د خپلو بندیانو تر ازادېدو او د حماس غورځنګ تر له منځه وړلو به غزه کې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، خو پنځه میاشتې وروسته لیدل کیږي، چې اسرائیلي ځواکونه په خپلو دغو موخو کې په بشپړه توګه پاتې راغلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *