راپورونه

د ازادۍ مطبعې دولتي شرکت:سږ کال مو څه باندې ۸۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

شریعت: د ازادۍ مطبعې دولتي شرکت له نن څخه ۱۵۴ کاله وړاندې په فعالیت پیل کړی او د دولتي ورځپاڼو، جرایدو، مجلاتو، کتابونو، دولتي اوراقو، لوحو او مهرونو د چاپ له امله سږ کال ۷۵ میلیونه، ۹ لکه، ۷۷ زره، ۴ سوه ۱۳ افغانۍ او د ځمکو قراردادونو له مخې ۵ میلیونه، ۷ لکه، ۷۸ زره او ۶۷ افغانۍ عواید تر لاسه شوي دي. د ازادۍ مطبعې دولتي شرکت ر‌ييس مولوي عبدالرحمن هاشمي د شریعت ورځپاڼې خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې و ويل: ((دا مطبعه تاریخي ارزښت لري او د سیمې په کچه هغهوخت کې چاپي فعالیت درلوده چې د لومړي ځل لپاره یې د وزارتونو د چاپي خدمات ترڅنګ د هغه وخت مشهور جراید شمس النهار، سراج الاخبار، سراج اخبارافغانيه په نوموړي مطبعې کې چاپېدل. د ازادۍ مطبوعې د دولتي اداراتو ترڅنګ تصدیانو، شرکتونو، موسیساتو، عامو اشخاصو د چاپ ارزښتمند خدمات وړاندې کړي دي، چې په تېرو وختونو کې د کابل ټایمز، انیس، اصلاح، هېواد، ارمان ملي، ورزش ورځپاڼواو د وطندارانو مجلي چاپ شوي دي.))
همداراز هغه وایي: ((د اسلامي امارت په راتګ سره بېلابېل کتابونه لکه قران شریف په لوړ معیار چاپ شوی دی، د امیرالمومنین هیبت الله حفظه الله کتاب (مجاهدینو ته لارښود)۲۰ زره ټوکه چاپ شوی او نور به هم چاپ شي. د سرې میاشتي اوراق، سالنامه او نور رسمي جراید او مجلات چاپ شوي دي، چې په راتلونکې کې به د افغانستان معاصر تاریخ، کابلی تفسیر شریف، د انوارالقران تفسیر، فی ظلال القران تفسیر او مثنوي معنوي چاپ شي؛ په همدې ترتیب د بهقي د کتاب خپرولو ریاست ټول کتابونه د ازادۍ مطبعې کې چاپېږي.))
هاشمي څرګنده کړه، چې د ازادۍ مطبوعې دولتي شرکت پخوا د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې څانکې درلودلې دي، چې دا مهال په ۸ ولایاتو هرات، هلمند، کندهار، غزني، کندز، مزار شریف، فاریاب او ننګرهار کې یې څانګې فعالیت کوي.
هغه زیاتوي چې د ازادۍ مطبعه دا مهال په مرکز او ولایتونو کې جرایدو، مجلاتو، قران شریفونو، بغدادي قاعدې، د سترې محکمې او دولتي روغتونونو اسنادونه، تخنیکي، درسي کتابونه، شخصي او دولتي مهرونه او دولتي او شخصي لوحې، د کابل ټایمز، انیس، هېواد او د شریعت ورځپاڼې هم چاپوي.
د نوموړي ریاست رئیس وایي، چې دا مهال د دولتي او شخصي ( ۹۹۸۹ ) مهرونه او ( ۴۵۷۰ ) دولتي لوحې جوړې شوې دي، چې د لوحو د جوړولو په برحه کې چې مخکې به یو کس ۶ میاشتې انتظار کوه، اوس الحمدالله په یوه ورځ کې یې ټول کار خلاصېږي او لوحه ورته ورکول کېږي او په همدي ترتیب په ځینو ولایتونونو کې د مهر جوړولو کار پیل شوی دی.
دا وایي چې د مرکز په شمول په ولایتي څانګو کې د کارکونکو معاشات او د ضرورت خام موادو رانیول شوي دي؛ په بانکي حسابونو کې د پام وړ تغیرات راغلي دي، چې وړاندې په بانکي حساب کې مو ( ۷۰۰۳۵۸۳ ) افغانۍ درلودې او دا مهال ( ۲۹۸۶۴۷۱۷ ) افغانۍ موجودې دي، چې په بانکي حساب کې ( ۲۲۸۶۱۱۳۴ ) افغانۍ زیاتوالی راغلی دی
د تېرو څو لسیزو جنګونو کې د نورو دولتي اداراتو ترڅنګ یاد شرکت ته هم زیان رسېدلي دی، چې د راپورونو په اساس دغه تاوان ( ۲۰ ) میلیونه امریکایي ډالرو څخه ډېر دی. دغه تاوانونو ونشو کولای چې د دغه شرکت فعالیتونه ودروي.
د ازادۍ مطبعې دولتي شرکت د پخوانۍ مخینې په درلودلو سره د دولتي اوراقو د چاپ او نشر په برخه کی یو معتبره او پیژندل شوې اداره ده، چې د ډیجټلي او آنالوګ ماشینونو په درلودلو سره عالي کیفیت او لوړ تیراژ د هېواد په سطحه خدمات وړاندې کوي.
د هغه په خبره، چې په مرکز او ولایتونو کې نوي ماشینونه مطبعې ته رانیول شوي دي او د مطبعې ځیني ماشینونه چې تخنیکي ستونزې او مشکیلات یې درلودل او غیر فعال و، بېرته فعال او په کار یې پیل کړی دی.
یادونې وړ ده، چې د ازادۍ مطبوعې دولتي شرکت د امیر شیرعلي خان د سلطنت په مهال په ۱۲۴۸هجري شمسي کال د لومړي ځل لپاره د دولتي مطبوعې په نوم د یوې مستقلې ادارې په توګه په کار پيل وکړ، چې د ټولو دولتي اداراتو اوراق، جراید، مجلات او دولتي ورځپاڼې په باغ ارګ کې په چاپ پيل وکړ، چې د کابل ډېرو سمیو بالاحصار، دارالسلطنه، ملک اضغرڅلورلارې، وزیر سرای، باغ اعلم، ګنج شاه دوشمشیره او په ۱۳۴۰ هجري شمسي کال کې اوسنی تعمیر چې په دویم مکروریانو کې موقعیت لري انتقال شو، چې تر اوسه خپلو کارونه ته دوام ورکړي دی.
سمیع الله مومند

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *