افغانستان

کندهار کې د یوه سړک جوړېدو چارې پيل شوې

د کندهار ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د کندهار د شپږمې ناحیې اړوند د ده‌محسوس سړک په معیاري ډول جوړېدو چاري پیل شوې دي. د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست د مالوماتو له مخې دغهدوه کیلو متره اوږدوالی لري، د ۲۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت به د دوو میاشتو په موده کې په اساسي او پاخه ډ‌ول جوړ شي. د سیمې یو شمېر اوسېدونکو د یاد د کار په پیل خوښي څرګنده کړې او وایي، چې د دې په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ پرمهال پخواني ګڼي ستونزې حل شي. دوی همدا راز په یاد ولایت کې له مسوولو چارواکو څخه د ورته نورو رغنیزو پروژو د دوام غوښتنه هم کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *