دینې لیکنېلیکنې

په تېر دور کې اسلامي پوهان

لنډه کتنه:

په تېرو زمانو کې زيات شمېر اسلامي پوهانو په خپلو لوړو اندېشو سره، دا توان پيدا کړی و،چې په اسلامي نړۍ او نورو اروپايي سيمو او واکمنيو کې ډېر لوړ نامه څښتن واوسي او بشر ته ډېر خدمتونه ترسره کړي،چې په دې هکله يوه شاعر ويلي دي:

هربيشه ګمان مبرکه خاليست

شايد که پلنګی خفته باشد

يا: ميندې راوړي ډېر زامن ډېر اولادونه

يو يا دوه يې اپلاتون او سکندر شي

لومړی! هارون الرشيد(۱۷۰،۱۹۳ هـ) د عباسيانو له لويو خليفه ګانو څخه و، له هغه څخه ډېرې کیسې پاتې دي،چې د هغه واکمن (خليفه)،حيثيت يې څو ځلې زيات کړی دی.

د هغه د حکومت پرمهال روغتونوته،پلونه،ويالې، بندونه،ښوونځي، مدرسې ودانې او لويې لارې جوړې شوې. دغه راز نوي اکتشافات وشول او د عباسيانو د دورې لویي يې څرګنده کړه.

-همدا ډول د هارون الرشيد او مامون په حکومتونو کې نوي تمدن وده وکړه او هم د يوناني فلسفې او سياست، ډګر پراخ شو او هم عربي ژبې ترقي وکړه .پرهمدې مهال اصمعي چې په نحو او لغت کې استاد و، هم خدمت کړی دی.

– عباسي خليفه ګانو له ۱۳۲-۶۵۶هـ پورې چې کابو ۵۰۰ کاله کېږي، حکومت وکړ دغه دوره د ترقۍ پيلامه وه ،په دې لويې دورې کې ډېر نوي څېزونه کشف،اختراع او تمدن منځته راغي، د عباسيانو پر مهال اسلامي تمدن خپل لوړ دور وواهه. په داسې حال کې چې پر هغه مهال په اروپا کې لا تاريکي وه او د جهل او نادانۍ په دورکې يې غوټې وهلې،خو په اسلامي نړۍ کې لوړ تمدن موجود و.

دارالخلافه (بغداد- کوفه) د اسلامي علومو د تمدن او پرمختګ يو سترځای و او ډېر علماء، استادان،خطاطان، معماران،مخترعين او اديبان په کې موجود وو.

پرهغه مهال دارالفنون پوهنتون جوړشو،چې دغه علمي ځانګې په بغداد نيشاپور، دمشق ،قاهره او د مصرپه اسکندريه کې وي،دغه راز په خراسان يعنې ښکلي هرات،کندهار، په لرغوني کابل ،لوګر،جلال آباد،لمغان (لغمان)، کونړ،پشه وري (پيښور) کويټه،پختيا،ارغنداب،کاپيسا او هم په ډيلي او لاهور کې موجودې وي، چې په هغو کې د اسلامي ديني تعليماتو سربېره فزيک،رياضي استرانومی (ستوری پېژندنه)، کيميا، طب، تاريخ،جغرافيا او ادبي فنون او علوم تدريس کېدل.

دغه راز د نجوم (استرانومي) په علم ، کيميا،فزيک او طب کې د يادښت وړ پرمختګ هم وشو. چې د ستورو پېژندنې يا استرانومي علوم اسلامي نړۍ کې ډېر انکشاف وکړ.

دوهم، شخصيتونه،پوهان ،د هغو ارزښتمند کارونه او چوپړونه:له هغې زمانې د لويو سيانسي علماؤ څخه الحسن بن هشيم د هغې زمانې لوی فزيک پوه و، چې په بغداد کې اوسېده ،دغه راز (جابرابن عيان) دکيميا په علم کې ډېر چوپړونه وکړل او حتی انکشاف يې ورته ورکړ ، دغه راز ابوبکر محمد بن ذکريای رازي چې د طب د علم لوی عالم ګڼل کېږي، پر همدی مهال زموږ د ګران هېواد په لرغوني بلخ کې زيږېدلی دی، رازي بيا په ښکلي هرات کې علومو ته ترقي ورکړه حتی۱۲۳ اثاربې تاليف کړي چې ډېر يې عربي دي.

– ابوعلي سينا بلخي د طبي علومو په برخه کې ځينې قوانين وليکل چې لاتر اوسه د هغو له قوانينو په طب کې ګټه اخيستل کېږي، هغه وروسته په بخاراکې اوسېده (قانون الطب) او زړه په آړه تاليفات وکړل.

همدا اوس هم د هغه په نامه په افغانستان او نړۍ ډېر علمي مراکز شتون لري.

دغه ډول د لويو تاريخپو هانو څخه . لکه ابوجعفر محمد بن جرير طبري ، ابن سعدابن اثير – ابن عسکر مسعودي او ابن خلاون ،يادښت وړدي،چې په اوسمهال کې زموږ په هېواد او علمي ټولنو کې د (ابن خلدون) ليکنې ډېرې يادېږي،همدا ډول ابولقاسم ابن حوقل- ابن بطوطه او ادريس د جغرافيا د علم مهم شخصيتونه او انکشاف ورکوونکي وو، دغه ډول فارابي ابو نصر دمعلم ثاني په نوم ياد له لويو فلاسفه و په حکمت ، فلسفه، رياضي، ستوري پېژندنې(نجوم) طب کې يې خدمتونه کړي او نوي قوانين يې وضع کړل – هغه په ۳۳۹ هـ کې په دمشق کې مړ شو.

ابوالوفا دهئيات ، نجوم او جغرافيا د علومو يو لوی څېړونکی او ليکوال و، چې د لومړي ځل لپاره یې د بطليموس دغه نظريه

ځمکه ساکنه ده، يانې نه ګرځي، دغه نظريه او اندېشه يي تر نقد لاندې ونيوله او هغه يې انتقاد کړه، دغه راز ثابته شوه چې ځمکه دوه ډوله حرکتونه لري چې موسم – کال او شپې ورځې ورڅخه پيدا کېږي.

ـ د الجبر او رياضي علومو ډېر مشهور استاد چې لا تراوسه يې نوم د ښوونځي په کتابونو کې شته هغه محمد بن موسی دی چې د الجبر بنسټ يې ايښی.

د يادونې وړ ده، چې همدا اوس هم د حکيم خيام له ادب او الجبري قوانينو څخه لکه د ابن سينا بلخي کوم چې پر هغه مهال په بغداد او نيشاپور کې و، په يورپ کې ګټه اخيستل کېږي او زموږ په هېواد او ايران کې لوستونکي لري همدا ډول مسلمانانو پر هغه مهال د بېړۍ چلولو ( کشتی رانی ) په فن او پوهه کې مهم رول ولوباوه،همدا ډول د عباسيانو په دور کې د جغرافيا په پوهې کې د لومړي ځل لپاره ( اسطرلات ( دستور وليدلو ساده آله ) چې د قطب نما په شکل او بڼه جوړه شوې ده او په استرانومي کې د طول او ارتفاع او پر تله کولو ( ترازو ) لپاره پکارېږي او (اسطراب) مانا د يوناني ويی څخه د (استرا ) يانې ستوري او پر تله کولو په مانا دي اخيستل شوی دي.

البته پورته ياده شوې نوې آله د (اغريق) له خوا جوړه شوه چې همدا اوس د اروپا په رصد خانو کې د دوربين په نامه هم کارول کېږي.

دغه ډول فردوسي لوړ شاعر و چې شاهنامه يې وليکله او سلطان محمود ته يې وړاندې کړه (۳۸۷- ۴۲۱هـ)

ـ باروت لومړی ځل په خراسان کې جوړ شوي دي.

-ساعت لومری ځل د هارون الرشيد په عصر کې په عربو کې جوړ شو او د هغه يوه نمونه يې د خپل سفير په لاس د فرانسې پا چا ( شاد لسمان ) ته د سوغات په ډول واستول شو شادلمان دغه نوې آله په خورا شوق او تعجب سره وکتله او بيا يې خپل وزيران را ټول کړل او ويې ويل،چې د دې په مخ کې پېريان دي .

دا مسلمانان وو چې نوي اکتشافات او اخترعات يې کول او نوم يې ګټلی و.

– دغه راز حضرت مولانا محمد جلال الدين محمد بلخي په شعري انداز کې لومړی لوړ شخصيت دی،چې په سيمه او نړۍ کې اوچت يادېږي.

دغه ډول جلال الدين محمد بلخي،چې په مولوي رومي هم مشهور دی،۹۰۰ کاله وړاندې په بلخ کې پيدا شوی او مثنوي يې لوی اثر دی، هغه د شمس تبريزي مويد شو-هغه يو صوفی و، په ۶۷۲ هـ کې په ۶۸ کلنۍ کې ومړ- رحمان بابا ابن عبد الستار د پېښور په هزارخاني کې اوسېده –لوی عالم و او يوصوفيانه دېوان ورڅخه په پښتو ژبې پاتې دي،چې ټول صوفيانه نصيحتونه او ديني پوهه لري–هغه وايي!

په يوه قدم تر عرشه پورې رسي

ماليدلی دی رفتار د دروېشانو

همدا ډول سيدجمال الدين افغان لوی نابغه دی، چې په شرق کې د فليسوف او نابغه او سياستوال په توګه هم پېژندل شوی دی، هغه د امير شير عليخان په دوهم ځل پاچاهۍ کې د معارف لپاره هم ډېر خدمت وکړ.

– يو مسيحي مورخ چې جورجی زيدان نومېږي داسې ليکي،چې اروپايانو د رياضي علوم له مسلمانانو زده کړي دي.

-دغه راز د عربي ژبې علمي اصلاحات لا تر اوسه په انګليسي،فرانسوي،جرمني،هسپانوي او هم په فارسي پښتو ژبو کې پاتې دي،لکه د الجبر،کيميا (شيمي) او نور.

دغه ډول اروپايي ختيځ پېژندونکی (ژوژ ماکستاکاپ) ليکلي دي، چې دغه اوسني علوم پوهه تخنيک او فن کومه چې نن ورځ ځينې هېوادونه پرهغه وياړ کوي،په حقيقت کې د اسلامي علماوو د لوړو کوپړيو زېږنده ده- دغه راز قاشق پنجه او پر څوکۍ کيناستل اروپايانو له نور ستانيانو زده کړي او دغه د مدنيت توکي او عصريت يې يورپ ته لېږدولی دي.

دريم، دغه راز زيات شمېر فرانسوي انګرېزي او جرمني ځوانان د زده کړو د ترلاسه کولو لپاره د هغې زمانې (اندلس) هسپانيه او نورو اسلامي هېواد د نورو پوهنتونو ته ورتلل، چې په پايله کې يې طب،هندسه،رياضی،تاريخ،جغرافيا،ادبيات،عربي ژبه او طبيعي علوم د ژبو ګرامر هم زده کاو ، چې د هارون الرشيد او مامون پرمهال له چين او فرانسې سره يې خپل ساسي روابط ټينګ کړي او سفيران يې تبادله کړي وو.

په خپله هارون الرشيد د بيت الله شريف حج ته تللی او ۹ ځلې يې د امير حجاج په توګه حج کړی،چې له ۲۳ کاله سلطنت څخه وروسته هغه په طوس (مشهد) کې ومړ او ډېر اروپايان يې په جنازه کې حاضر وو.

د ده له مړينې وروسته د هغه زوی مامون الرشيد په مرو او بل زوی يې چې آمين نومېده،په بغداد کې و،چې دوی دواړو د خلافت پر سر ځينې ستونزې درلودلې وې هغو په دولتي چارو کې او په علمي – ادبي ډګرونو کې يې ګامونه پورته کړل.

– دغه راز له دوی څخه تر مخه د امويانو پر مهال په بغداد،بصره،کوفه حجاز د مشق،مشهد،نيشاپور کې ډېرې ښې ماڼۍ جوړې کړې او ساری يې اوس هم شته لکه د هرات جامع جومات او په بلخ کې د حضرت علي صاحب جومات يادونه کولای

شو.

موږ مسلمانانو په دې باور لرو چې ډېر ژر به اسلامي نړۍ هغې چې د غزنين د لوړ اسلامي مدنيت د مرکز په توګه پېژندل شوی،نورې چارې هم په لوړه کچه سرته ورسول شي او ښکلی نوم به يې په تاريخ کې لا اوچت وځلېږي.

يادونه :- د اسلامي نړۍ څخه يو هم دګران افغانستان د بغلان بلخ عالم ښاغلی امام قتيبه (رح) دی، د مۍ شينوا ستاد امام قتيبه بغلاني چې په ۱۴۸ ل کال د بغلان بلخ په ښارکې زيږېدلی او ۲۳ کلنۍ پورې يې په همدغه ښارکې ژوند او زده کړه کړې ده ،بيا يې جزيرت العرب ته سفر کړی،په مکه مکرمه ، مدينه منوره،مصر له هغه څخه يو شمېر امامانو نقل قول کړی دی.

احاديث له دغه ستر محدث څخه روايت کړی،هغه په علمي ډګر کې د ستر شهرت خاوند هغه په سخا، تقوا او مېړانه کې نوميالی و او خدمتګار عالم شخص ګڼل کېږي.

منابع:۱-دافغانستان لنډ تاريخ د پوهاند حبيبي ليکنه – دافغانستان تاريخ درسي کتاب ۱۳۷۸ کال

۲-افغانستان درمسير تاريخ غبار دشرق تاريخ او يوه برخه.

۳- دسکندر په هکله مقاله د عبدالهادی قريشی اثر

۴– دپيام حق مجله– لسمه ګڼه ۱۳۸۹

۵ـ امام قتيبه بغلانی کتاب دمقالو مجموعه (۱۳۸۸)ش- کابل

عبدالهادي قريشي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *