عجیب معلوماتلیکنې

د نړۍ ۱۰ لوړې ودانۍ وپېژنئ!

داسې ویل کېږي چې سعودي عربستان به په جده کې ۲۰۲۵ م کال پورې د نړۍ تر ټولو ستره ودانۍ جوړه کړي، چې لوړوالی به یې ۱۰۰۰ متره وي.

خو ایا پوهېږئ چې اوس د ځمکې پر مخ د انسانانو په لاسونو جوړه شوې تر ټولو ستره ودانۍ کومه ده؟ که ځواب مو نه وي، نو لاندینی لېست وګورئ، چې د نړۍ لس سترې ودانۍ په کې وپېژنئ:

۱ـ برج خلیفه (Burj Khalifa): د نړۍ له ټولو لوړه ودانۍ ده، چې په متحده عربي اماراتو کې جوړه شوه. اوږدوالی یې ۸۲۸ متره دی او ټول ۱۶۲ منزلونه لري. دغه ودانۍ په ۲۰۱۰ کال کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

۲- شنګهايي ټاور (Shanghai Tower):دغه ستره او لوړه ودانۍ د چین په شنګهای ښار کې ده، چې اوچتوالی یې ۶۳۲ متره دی. یاده ودانۍ په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوه، چې ټول ۱۲۸ پوړونه لري.

۳- د مکې رویل ساعت ټاور (Makkah Royal Clock Tower):د نړۍ درېیمه دنګه ودانۍ د سعودي عربستان په مکې ښار کې ده، چې ټول لوړوالی یې ۶۰۱ متره دی. دغه ودانۍ ۱۲۰ پوړونه لري او په ۲۰۱۲ م کال کې جوړه شوې، چې پر سر یې د ساعت یو ستر سیستم جوړ شوی. د ساعت دغه جوړښت ۴ خواوو ته ښکاري او خلک په کې تر لرې سیمو پورې بدلېدونکی وخت لیدلی شي.

۴- فینګ ان فنانس سنټر (Ping An Finance Center):دغه ودانۍ هم د چین په شنګهای کې ده، چې په ۲۰۱۷ کال کې یې د جوړولو چارې پای ته ورسېدې. یاده ودانۍ ۵۹۹ متره لوړوالی او ۱۱۵ منزلونه لري.

۵- لوټي ورلډ ټاور (Lotte World Tower):دا د نړۍ یوه بله دنګه ودانۍ ده چې په ۲۰۱۷ م کال کې د جنوبي کوریا په مرکز سیول کې جوړه شوه. ټول منزلونه یې ۱۲۳ او اوچتوالی یې ۵۵۴ متره دی.

۶- ون ورلډ ټریډ سنټر (One World Trade Center):د نړۍ ۶مه هسکه ودانۍ د امریکا په نیویارک ښار کې ده، چې لوړوالی یې ۵۴۱ متره دی او ټول ۹۴ پوړونه لري. دغه ودانۍ په ۲۰۱۴ م کال کې جوړه شوې ده.

۷- ګوانګزهو فینانس سنټر (Guangzhou CTF Finance Centre):دا هم د نړۍ یوه هسکه ودانۍ ده، چې د چین په ګوانګزهو ښار کې په ۲۰۱۶ م کال جوړه شوه. ټول منزلونه یې ۱۱۱ دي او ۵۳۰.۱ متره لوړوالی لري.

۸- تیانجین فینانس سنټر (Tianjin CTF Finance Centre):دا په چین کې د اقتصادي چارو یو له ټولو ستر مرکز دی، چې د ودانۍ شکل یې هم د خښتو د بټۍ په څېر دی، ټول لوړوالی یې ۵۳۰ متره دی او ۹۷ پوړونه لري. د دې ودانۍ چارې په ۲۰۱۹ کال کې بشپړ شوې.

۹-سیټیک ټاور (CITIC Tower):دا په چین کې یو بل هسک ټاور دی، چې ۵۲۷ متره دنګ دی. ټول ۱۰۹ منزلونه لري او په ۲۰۱۸ کال کې یې د تعمیر چارې پای ته ورسېدې. د ودانۍ شکل یې د انسان د څنګلې د هډوکي په څېر دی.

۱۰-تای پي ۱۰۱ (TAIPEI 101):دا د نړۍ لسمه دنګه ودانۍ ده، چې لوړوالی یې ۵۰۸ مترونو ته رسېږي او له برج خلیفه نه ۳۲۰ متره ټیټه ده. یاده ودانۍ په ۲۰۰۴ م کال کې جوړه شوې چې ټول ۱۰۱ منزلونه لري. تای پي ۱۰۱ ټاور په تایوان هېواد کې دی. ژباړه او راټولونه: عابد سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *