دینې لیکنېلیکنې

په اسلام کې د خوراکي توکو د سوداګرۍ ارزښت

سوداګري په لغت کې د پیر او پلور په معنی ده او په اصطلاح کې د مال بدلول په مال باندې په خوښه او رضا سره. الله تعالی د پلورلو او پیرلو په باب کې د خوښۍ او رضایت قید ته اشاره کړې او فرمایلې یې دي: اې مومنانو! په خپلو منځونو کې یو د بل مالونه په ناروا توګه مه خورئ، مګر(خورئ یې) که راکړه ورکړه د دواړو خواوو په خوښۍ سره(په روا توګه) وي او خپل ځانونه مه وژنئ باور ولرئ، چې الله پر تاسې مهربان دی. د اسلام پاک دین د کسب او روا کار په ځانګړي ډول د سوداګرۍ په برخه کې په ارزښت ولاړ دی؛ په دې برخه کې یې ځانګړي احکام او ډولونه وضع شوي. سوداګري، کسب او حلاله ګټه یو له هغو موضوعاتو ده، چې د اسلام په دین کې یې سپارښتنه او په هغوی ټینګار شوی دی. د اسلام ګران پیغمبر تر خپل بعثت مخکې د ام المؤمنین د استازي په توګه، د قریشو په سوداګریز کاروان کې ګډون درلود، چې له دې لارې خدیجې رضی الله تعالی عنها، ډېره ګټه تر لاسه کړه او د پیغمبر (ص) اصحابو کرامو هم د سوداګرۍ دنده لرله او امام ابو حنیفه او امام مالک رحمه الله علیه هم د حلالې روزۍ د ګټلو لپاره سوداګري کوله او له دې لارې يې حلاله روزي لاسته راوړله. امام حلواني هم سوداګري کوله او د بغداد خطیب هم سبزي خرڅوله، نو بناءً د اسلام مقدس دین غواړي، چې انسان باید د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې په هېڅ ډول خپلې هلې ځلې او کوښښونه له پامه ونه غورځوي همدارنګه، اسلام په دې نظر دی، چې شتمنۍ پرته له کومې ګټې باید په یو ځای ونه ساتل شي؛ د شتمنیو د پیداکولو او د سوداګرۍ او اقتصاد د ښه والي لپاره باید په جریان کې واچول شي، ترڅو په اسلامي ټولنه کې د اقتصاد له ښه والي او د سوداګرۍ له پرمختګه د ټولنې بېوزلو او نیستمنو کسانو سره مرسته وشي.

قرآنکریم کې الله جل جلاله سوداګري روا او سود ناروا بللی دی.

د یوه مسلمان سوداګر لپاره، د اسلام مقدس دین، ځانګړي صفتونه او ځانګړنې ټاکلې چې موږ دلته یوازې د هغو یادونه کوو، چې د خوراکي توکو په سوداګرۍ پورې اړه لري.

الف- رښتیا ویل او امانتداري: انسان باید په ټولو حالاتو کې رښتیا ویونکی او رښتینی وي او له دروغ ویلو ډډه وکړي. رښتیا ویل او امانتداري د یوه مسلمان سوداګر له اصلي شتمنۍ ګڼل کېږي. مسلمان سوداګر په پوره ډول پوهېږي، چې الله تعالی علیم دی او په ټولو کارونو یې علم او پوهه لري او د هغوی څارونکی دی؛ نو هغه په دې باور او فکر له الله جل جلاله په ښکاره او پټه ویرېږي. د اسلام خوږ پیغمبر (ص) امانتدار او رښتینی سوداګر داسې ستایلی : له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې حضرت محمد (ص) فرمایلي دي: رښتیا ویونکی او امانتدار مسلمان سوداګر د قیامت په ورځ کې له شهیدانو ګڼل کېږي.

ب- له دروغو تبلیغاتو څخه ډډه کول: مسلمان سوداګر باید د خپل مال او سوداګرۍ په برخه کې د خپلو مالونو له بې ځایه ستاینې ځان وساتي او هغه څه چې په ستایلو نه ارزي، باید په اړه یې تبلیغ ونه شي، چې دا خپله هم د یوه مسلمان سوداګر د رښتینولۍ یوه برخه جوړوي. دغه چاره په ځانګړي ډول، د خوراکي توکو د سوداګرۍ په برخه کې په پوره ډول صدق کوي. هغه سوداګر، چې د خوراکي توکو په سوداګرۍ بوخت دی، باید د خوراکي توکو له هغسې پېژندنې او ستاینې ډډه وکړي، چې په هغه نه ارزي او په اړه یې له دورغ ویلو ځان وساتي، له دې ډلې پوډري شیدې او تیار شوي خواړه، لکه: د کوچنیانو لپاره سریلاک، چې د هغوی کارول د کوچنیانو روغتیا ته زیان رسوي او له هغوی په ځلونو د مور شیدې ارزښت لري. همدارنګه د بسته بندي شویو خوراکي توکو کارول، ګاز لرونکي نوشابې او انرژي ګانو او د مصنوعي میوو اوبه، چې ګڼ شمېر زیانونه لري، چې مسلمان سوداګر باید د خپلو مشتریانو د ډېرولو لپاره د هغوی په اړه له دروغ ویلو او په هغو پورې د دروغو صفتونو له تړلو ځان وساتي.

ج- دیندارو خلکو ته وخت ورکول او په معامله کې ښه چلند کول: که چېرې پلورونکی دا تشخیص کړي، چې اخیستونکی دینداره دی او د مال اخیستلو لپاره یې مالي وضعیت ښه نه دی، نو باید له هغه څخه ژر د پیسو غوښتنه ونه شي او دغه چاره وځنډول شي. په دې اړه الله تعالی فرمایلي: که چېرې اخیستونکی تنګلاسی و، نو باید د مال تر پیدا کولو پورې وخت ورکړل شي. د اسلام پیغمبر په یوه حدیث کې فرمایلي: الله تعالی، آساني راوستونکي کسان، ځوانمرده او زغم لرونکي کسان خوښوي، که چېرې یو شی پلوري ځوانمرده او صبرناک وي او که چېرې یې اخلي هم ځوانمرده او صبرناک وي او که چېرې یو چاته څه ورکوي هم صبرناک او همدارنګه که چېرې له چا ته یو شی وغواړي هم ځوانمرده او صبرناک وي، زموږ په ګران هېواد کې چې له نیم څخه ډېر خلک یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، نو محترم سوداګر، باید د ځوانمردۍ دغه اصل په ځانګړې ډول د خوراکي توکو د خرڅلاو په برخه کې په پام کې ونیسي او مراعات یې کړي.

د- د معاملې ردول: پیغمبر (ص) فرمایلي: څوک چې د مسلمان ورور رد کړل شوې معامله ومني، الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له ګناهونو او خطاوو څخه ورتېر شي. د دې حدیث شریف په رڼا کې پلورونکي باید د خپل مال د ردولو په وخت کې چې یو بل څوک یې له اخیستلو وروسته ورته راوړي او سم او پر ځای دلایل ورته ووايي، باید ويې مني، لازمي نه ده، چې له هغه څخه خپل رضایت څرګند کړي، چې مسلمان ورور ته یې زیان وي. که چېرته د پلورونکو د خوراکي توکو د خرڅلاو په وخت کې د معیار نشتوالی ته پام وکړي او پوه شي، چې د خلکو روغتیا ته زیان رسوي؛ که چېرې دغسې خوراکي توکي ده ته بیا راوړل کېږي، نو باید د دغسې توکو د تړون د فسخ (رد) په برخه کې د اسلام د مبارک دین له غوښتنې سره سم، عمل وکړي.

هـ له احتکاره ډډه کول: یو مسلمان سوداګر د خوراکي توکو د بیو لوړېدو په لټه کې باید ونه اوسي او باید په همدې هیله باندې خپل مالونه ذخیره نه کړي، په داسې حال کې، چې خلک ورته سخته اړتیا لري. پیغمبر (ص) په یوه حدیث شریف کې فرمایلي: محتکر انسان څومره بد دی؛ هغه څوک چې د الله تعالی جل جلاله له لوري د شیانو د قیمتونو په ښکته کېدو خپه او په لوړېدو یې خوشحاله کېږي څرنګه چې د خوراکي توکو د امنیت له اړخونو یو هم د خوراکي توکو شتون او خوړو ته لاسرسی دی، نو پر دې بنسټ، د خوراکي توکو په احتکار سره هغوی ته لاسرسی ستونزمنېږي، چې په پایله کې د خوراکي توکو له ناامنۍ سره خلک مخ

کېږي.

و- د توکو د عیب نه پټول: پیغمبر (ص) د یوه پلورنځي مخکې تېرېده چې په هغه کې غنم یا وربشې خرڅیدلې ، په دغه پلورنځي کې موجود توکي د پیغمبر (ص) د حیرانتیا لامل شول. انحضرت (ص) ودرېد او لاس مبارک یې په دغو توکو د ننه کړ او په هغه کې یې لندوالی ولید او ویې فرمایل: دا لندوالی د څه شي دی؟ هغه کس ورته وویل، چې د بارن لندوالی ور رسیدلی دی. رسول اکرم (ص) وفرمایل: ولې لنده غله پورته نه ږدئ، چې خلک یې وویني؟ هر څوک چې له موږ مسلمانانو سره خیانت کوي، هغه زموږ له ډلې نه دی. د خوراکي توکو د امنیت په برخه کې یو مهم بحث د خوراکي توکو سمه ساتنه ده. که چېرې خواړه سالم نه وي، د ګټې پر ځای د انسان روغتیا زیانمنوی. کله کله داسې هم لیدل شوي، چې د هېواد ځینې سوداګر او پلورونکي د ډېر ټیټ کیفیت لرونکي او یا هم خراب خوراکي توکي د ګټورو او سالمو خوراکي توکو په نامه خرڅوي. مسلمان سوداګر ته لازمه ده، چې لومړی خو حلال، ګټور او سالم خوراکي توکي بازار ته وړاندې کړي او که چېرې خوراکي توکو خپل کیفیت په هر دلیل له لاسه ورکړی وي، نو هغه دې بازار ته نه وړاندې کوي او د وړاندې کولو مخنیوی دې وکړي، ترڅو چې الله تعالی جل جلاله او رسول الله (ص) له دوی څخه خوشحاله شي.

د خوړو د امنیت په ښه والي کې مرسته: د انسان د ژوند د ټولو اړخونو په ځانګړي ډول د خوراکي توکو په برخه کې د ښه والي او یو له بل سره مرسته د اسلام او شریعت له لازمو لارښوونو څخه ده، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: کوم کارونه چې د نیکۍ او خدای پالنې دي، په هغو کې له ټولو سره مرسته وکړئ او کوم کارونه چې ګناه او تېری وي، په هغو کې د هیچا ملاتړ مه کوئ. له الله (ج) وویرېږئ، د الله عذاب ډېر سخت دی. د مسلمانانو تر منځ یو له بل سره د مرستې په برخه کې په ډېرو احادیثو کې ټینګار شوی دی. له ابوذر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی، چې وايي: دوست مې یعنې رسول الله (ص) د دې لارښوونه راته وکړه او راته ویې فرمایل: هر وخت کې شوروا تیاروئ، اوبه یې لږ ور ډېرې کړئ او له هغه څخه خپلو ګاونډیانو ته یوه چمچه ورکړئ. د اسلامي ټولنې ټول غړي (ښځې او نارينه) ټول دولتي او شخصي بنسټونه په ځانګړي ډول(د سوداګرو، شتمنو، بزګرانو او…) مکلف دي، چې تر خپل لاس لاندې کسانو سره مرسته او د مسئولیت شعور ولري او یو د بل ستونزې او کړاوونه د ځان وګڼي. په حدیث شریف کې راغلي: یعنې، هېڅ یو له تاسو څخه کامل مؤمن نه دی، ترڅو هغه څه، چې یې د ځان لپاره خوښوي، د خپل مسلمان ورور لپاره هم خوښ کړي. دغه رنګه یو مسلمان د بل مسلمان له مرستې پرته خپل دنیوي او اخروي کارونه په ښه ډول نه شي تر سره کولی او نه هم په یوازې ځان کولای شي، چې د ستونزو او کړاوونو په وړاندې مقاومت وکړي، چې بالاخره د دنیا او اخرت ټول کارونه یو د بل له مرستې پرته نه شي تر سره کېدلی، یو له بل سره د مرستې، همکارۍ، پاکوالي، لږ خوړو او له ډېر خوراکه د ډډه کولو، د بوټو، میوو او نورو خوراکي توکو د ځانګړتیاوو او همدارنګه نورو روغتیایي لارښوونو په اړه ډېر زیات حدیثونه راغلي دي، چې په هغو کې د خپل بدن روغتیا او سلامتیا واجب ګڼل شوې،آن په عبادتونو کې هم، لکه روژه یا فرضي حج، چې په ځینو حالتونو لکه سخته ناروغي او یا چې له ښځې سره کوم شرعي محرم نه وي، نه یوازې دا چې پرېښودل یې روا دي، بلکې واجب دي، چې پرېښودل شي، په دغسې حالاتو کې واجب کار په حرام کار بدلېږي،نو د ټولنې هر سالم او پوه انسان مسؤولیت لري، چې له خپلو خوړو څخه خبر وي او د خپل بدن د اړتیا وړ څیزونو، په ځانګړي ډول د خوړلو په برخه کې وپېژني او د خپل ځان ډاکټر واوسي او خپل ځان درملنه په خوړو سره وکړي. هر انسان د خپل وس او توان په کچه مکلف دی، چې د خوراکي توکو د ښه والي په برخه کې د ځان او نورو په وړاندې خپل انساني او اسلامي مسئولیت ترسره کړي. بزګران په کښت او کرکیله کې او سوداګر له کمي او کیفي پلوه د خوراکي توکو په تولید او تورید او همدرانګه دکانداران یې له احتکار پرته د ساتنې او د لږ ګټې په ترلاسه کولو سره بازار ته یې په وړاندې کولو سره اقدام وکړي، د اسلام مقدس دین د خپلو خوراکي توکو نومونه اخیستلي دي، د بیګلې په ډول: غنم، پیاز، هوږه ، غوښه، ماهی، شیدې، شات ، آنار مڼه، انګور، انځر، زیتون، خرما او داسې نور، چې دا د ټولو خوراکونو په سر کې ځای لري او د لګښت له مخې بنسټیز ارزښت لري. پردې بنسټ، د کیفیت او کمیت له مخې د خوراکي توکو ښه والی، د انسانانو(کوچنیانو او لویانو) د روغتیا او سلامتیا په برخه کې اساسي رول لري، چې موږ ټول باید په دې برخه کې خپل دیني او ایماني دنده ترسره کړو.

ماخذونه اوسرچینې:

(دخوړو امنیت اوتغذیه د اسلام دسپیڅلي دین په رڼاکې) کتاب – کابل ۱۳۹۷ کال منی.

شاه محمود دروېش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *