په روان کال کې څه باندې دوه ټنه نشه يي توکي کشف او سوځول شوي دي
د باختر خبري آژانس د راپور پر اساس، د نيمروز د امنيه قومندانۍ د مطبوعاتو آمر، مولوي ګلمحمد «قدرت» د امنيه قومندانۍ په کلني مطبوعاتي کنفرانس کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د ترافيکو او اطفايي .
مديريتونو د کړنو په اړه د معلوماتو په وړاندې کولو سره وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت په روان کال کې څه باندې دوه ټنه نشه يي توکي کشف او سوځولي دي، او له زرنج ښار او ولسواليو څخه يې ۹۰ سلنه په نشهيي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه د نيمروز او کندهار ولايتونو اړوندو کلنيکونو ته ليږدول سوي او په دلارام ولسوالۍ کې څه باندې ۲۷۰ جريبه د ترياکو کښت او ۲۰ د نشه يي توکو د توليد کارخانې له منځه وړل سوي دي.
ښاغلي قدرت زياته کړه، د همدې ادارې د ترافيکو مديريت په روان کال کې دوه زره ۷۹۶ قطعې جواز سيرونه او ۴ زره ۱۰۵ قطعې لېسنسونه وېشل سوي دي او همدارنګه د اطفايي مدیريت د ۴ عرادي موټرونو په لرلو سره د ۲۹ اور لګيدنې پېښو مخه نيولې چې پدې سره د څه باندې يو ميليون افغانيو مالي زيان مخه ونيول سوه او همداراز پلان لري چې د ولسواليو لپاره هم د اطفايي خدمات پيل کړي.