ټویټر

روسیه کې ټاکنې؛ پوتین تر ټولو مخکښ دی

روسیه کې ولسمشریزې ټاکنې، چې وړمه ورځ جمعه پیل شوې او تر نن ورځې یک شنبې پورې به دوام وکړي او تر دا مهاله په کې یواځې ۳۱ سلنه روسانو خپله رایه کارولې، لومړنۍ پایلې یې ښيي، چې اوسنی ولسمشر ویلادیمیر پوتین تر ټولو مخکښ دی او غوڅ احتمال دا دی، چې نوموړی بیا ځلې د روسیې ولسمشر شي.
د یادونې وړ ده، هغو سیمو کې هم ولسشمریزې ټاکنې روانې دي، چې په تېرو دوه کلونو کې له اوکراین څخه نیول شوې او روسیې فدراسیون پورې تړل شوې دي.
که په روانو ټاکنو کې د پوتین بریا قطعي شي، نو نوموړی به د پنځم ځل لپاره تر ۲۰۳۰ زیږدیز کال پورې د کرېملېن ماڼۍ واک له ځان سره ولري او دې سره به د درې لسیزو لپاره د روسیې واکمن پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *