لیکنېمقالی اوتبصرې

په یوه پېړۍ کې څو غزاګانې

ساجدالله عظمت

له دین او خپلې خاورې نه دفاع د هر مکلف مسلمان دنده ده چې په دې لاره کې هڅه او هاند جهاد بولي او مرګ شهادت بلل کیږي. ګران هېواد ته چې د اسلام سپېڅلی دین را رسېدلی او زموږ هېوادوالو اسلام منلی، نو بیا یې خپل سرونه پرې قربان کړي دي او د خپلو جهادونو او شهادتونو په اساس یې یرغلګر (چنګیز، ګوډ تیمور، ګرګین انګریز، شوروي اتحاد او د یویشتم قرن صلیبیان) ځغلولي دي.
د انګریزانو سر زوري او د استقلال غزا:
انګریزانو درې ځله زموږ پر هېواد تاړاکونه کړي او د جهاد په زور شړل شوي. په لومړیو دوو یرغلونو باندې څه نه لیکو، په دریم یرغل چې زمونږ د خپلواکۍ غزا وه؛ خبرې کوو. په یاده غزا کې افغان مجاهدینو په دریو محاذونو باندې له انګریزي ښکېلاکګرو سره خورا غوره مقابله وکړه، غلیم یې پر شا وځغلاو. تر دې چې د پکتیا محاذ مجاهدینو د سردار نادر خان په مشرۍ دښمن تر ټل پورې په منډو منډو ورساو او مخابراتي سیستم یې ور دړې وړې کړ.
مجاهدین په خورا چټکۍ مخکې روان وو؛ خو مکار دښمن د متارکې غوښتنه وکړه چې پاچا امان الله خان هم ومنله او مجاهدین یې د دښمن له ځغلولو را منع کړل.
له انګریزانو سره تړون:
په راولپنډۍ کې مذاکرات پيل شول، د افغان حکومت له لوري د علي احمد خان په مشرۍ هیئت او د برتانیې له خوا د سرګرانټ (Sir Grant) په مشرۍ پلاوي په پنډۍ کې څو غونډې وکړې او په پای کې د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۱۸مه د سولې یو پنځه ماده ییز تړون لاسلیک شو. علي احمد خان په یاد تړون کې تېروتنه وکړه او هغه تړون د افغانستان په زیان او د انګریزانو په ګټه پای ته ورسېده.په ۱۹۲۰ کال په منسوره کې بیا مذاکرات شروع شول، دا ځل د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي د خبرو اترو لپاره لاړ؛ ولې افغاني هیئت له کومې نتیجې پرته بېرته راستون شو.
په بل کال بیا کابل کې خبرې پیل شوې، تر یوولسو میاشتو پورې وغځېدې او بالاخره ۱۹۲۱ کال د نومبر په ۲۲مه یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې افغانستان په رسمیت وپېژندل شو او دواړو هېوادونو یو بل ته سفیران ولېږل.
متارکه او دا تړون هم د افغانستان په زیان تمام شول. ځکه د لوی افغانستان ډيرې سیمې د ګندومک د معاهدې او ډیورنډ د تړون مطابق زموږ له وجود نه بېلې شوې. که متارکه نه وای شوې نو افغاني شازلمیان به پر مخ تلل، خپلې پولې به یې نیولې وې او لرغونی افغانستان به روغ پاتې و.
د دې مهال د تړونونو زیان او تاوان دا دی چې د افغانستان بلکې د لرغوني افغانستان ډيرې سیمې او خاورې د ګران ټاټوبي له وجوده بېلې شوې!! بل دا چې د هېواد د خپلواکۍ اخیستلو ګډونوال یعنې هغه کسان چې په غزا کې یې رول بارز و، هغوی د تاریخ په کتابونو (سرکاري تاریخ) کې نه تر سترګو کیږي او یوازې امان الله خان اتل بلل کیږی!!
د شورویانو یرغل:
د مشروطیت غوښتونکو او دیموکراسۍ غوښتونکو د هلو ځلو په پایله کې د پاچا محمد ظاهر شاه د واکمني پر مهال افغانستان کې ګوندونه جوړ او مطبوعات ازاد شول، افغاني کمونستانو د افغانستان خلق دیموکراتیک ګوند په نوم حزب جوړ او د خلق په نوم جریده نشرول پیل کړل. یاد ګوند د ۱۳۵۷ هـ.ش کال د ثور په اوومه کودتا وکړه او سردار داود خان جمهوري نظام یې نسکور کړ، کمونستانو واک ونیو، کفري فرمانونه یې جاري کړل، مسلمان ولس د علماو کرامو په فتوی جهاد پیل کړ او په کمونستانو یې دایره راتنګه کړه. په دې وخت کې اتحاد جماهیر شوروي د ۱۳۵۸ هـ.ش د جدي په ۶مه بربنډه ناروا مداخله وکړه، پر افغانستان یې نظامي یرغل وکړ او ببرک کارمل یې د کابل په تخت کېناو. چې ورسره سم د شوروي تجاوز پر وړاندې د مجاهدینو د جهاد سنګرونه لا ګرم شول، د شورویانو په لښکرو د مرګ ناتار ګډ شو، چې تر اوسه پورې لا د هېواد په غرونو کې د شورویانو، بوټونه، جمپرونه او نور پاتې شوني موندل کیږي. څنګه چې کریملین ته د شوروي یرغلګرو عسکرو ګڼې جنازې ور روانې شوې، نو دیکتاتور واکمن یې (ګرباچوف) ځان ته د وړو پوزې اېښودلو ډرامه پيل کړه.
د جېنوا معاهده:
په لنډه موده کې د امریکا، شوروي اتحاد، کابل رژیم او د اسلام اباد د واکمنو ترمنځ په جېنوا کې خبرې اترې پیل شوې؛ خو د هغه وخت جهادي مشران له دې بهیره دباندې وساتل شول، د مجاهدینو موقف دا و چې موږ د کابل له ګوډاګي رژیم سره مذاکرات نه کوو، موږ له شوروي اتحاد سره خبرې اترې کوو، ولې داسې ونشول. د پورته یادو څلورو اړخونو ترمنځ ناستې پاستې وشوې او په پایله کې یې د جېنوا تړون لاسلیک شو چې پر اساس یې د ۱۳۶۷ هـ.ش کال د دلوې په ۲۶مه شورویان زموږ له ټاټوبي سر ځوړي ووتل.
د جېنوا د تړون بې خوندي په دې کې وه چې د معضلې اصل فریق (مجاهدین) په مذاکراتو کې نه وو، نو په نړیوالو مجامعو کې یې داسې انعکاس ومونده چې د مجاهدینو وصیان او سرپرستان امریکا او پاکستان دي. ولې د سنګرونو مجاهدین په دې تړون او د نړیوالو په خبرو متزلزل نه شول، د ۱۳۷۱ هـ.ش د ثور په ۷مه یې د کابل ګوډاګی نظام راچپه کړ او په فاتحانه ډول پلازمېنې (کابل) ته ننوتل. دا چې: (اسلامي نظام جوړ نه شو د هغه عاملین هم څرګند دي.)
په یوه پېرۍ کې څو غزاګانې وشوې؟!
په زغرده ویلی شو او نړیوالو ته هم روښانه ده چې افغانانو په یوه پېړۍ کې درې غزاګانې وکړې او په دریو واړو جهادونو کې یې چې دښمنانو ته مرګوني ګوزارونه ورکړل، هغوی (دښمنان) اړ شول چې د سولې تړونونه لاسلیک کړي.
د کابل کمونیست رژیم چې ړنګ شو، مجاهدینو کابل ونیو، له بده مرغه چې ځينو پلورل شویو کسانو د خپلو بادارانو په واسطه په هېواد کې خپلمنځي جګړې ونښلولې او ګران ټاټوبی یې د هلاکت کندې ته ور دیکه کړ، داسې نادودې وشوې چې هغه نه چنګېز او نه کوم بل وحشي کړې وې. په هغو ناخوالو او نارواو باندې په ټوکونو ټوکونو کتابونه لیکل کیږي، خو بیا به هم دا باب بشپړ نه شي.
د پاټکسالاري پای:
له اوږدې تیارې وروسته د پاټکسالاریو او نورو جرمونو د ختمولو په موخه د ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تر قیادت لاندې یو لږ شمېر ولې مخلص او د هېواد په درد دردمن طالبان را پورته شول، چې په لږ وخت کې ان تر کابله ورسېدل، کابل یې ونیو او د ظالمانو ټغر یې ور ټول کړ، اسلامي نظام یې قایم او حدود یې جاري کړل.د یو سوچه اسلامي نظام تر لیدلو وروسته د نړیوال کفر په خېټه کې دردونه پيل شول، امریکا او یهودو د امریکا د لوړو سوداګریزو برجونو د نړېدلو ډرامه جوړه کړه او پرته له ثبوته یې د پړې ګوته اسلامي امارت ته ونیوله.
صلیبي یرغل:
د امریکا دیکتاتور واکر بوش او د انګلستان د هغه مهال لومړي وزیر ټوني بلییر غوغا جوړه کړه، د دوه پنځوسو هېوادونو اشر یې برابر او د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه یې زمونږ پر ټاټوبي چې اسلامي امارت پرې واکمن و، ناروا بریدونه پيل کړل. د اسلامي امارت مجاهدو سرتېرو هم په مېړانه مقابله کوله، ولې متاسفانه چې ځینې خرڅ شویو افغان نما اجیرانو له نړیخورو صلیبیانو سره لاس یو کړ او د (ابو رغال) رول یې ادا کړ، صلیبي لېوانو په هیچا هم صرفه نه کوله، نو د اسلامي امارت قیادت له څلوېښتو ورځو رووسته شاتګ وکړ.
صلیبي لېوانو هوايي او زمکنیو بریدونو ته ادامه ورکړه او هم مهاله یې د المان په بون کې د ګوډاګي حکومت د جوړولو له پاره کانفرانس دایر کړ. له ډېرو چنو وهلو وروسته یې حامد کرزی د عبدالاحمد کرزي زوی د کارمل په څير د کابل د تخت او تاج څښتن کړ. صلیبیانو د ترهګرو او ترهګرۍ له منځه وړل (د دوی په اصطلاح)، د دیموکراسي، بشري حقونو، د ښځو د حقوقو او بیان ازادي ډرامه ښه ګرمه کړه. دا یې د اسلام (له الهي قانون) څخه ډېر لوړ بلل، په دې لار کې مبارزه یې جهاد اکبر ګاڼه او وژل شوي یې شهیدان بلل، ان تر دې چې یوه جاهل مرکب خو هغه صلیبیان چې د افغان مجاهدینو په لاس وژل کېدل؛ هم شهیدان وګڼل. (هغه منحوسه څېره او کریهه غږ اوس هم په نړیوالو رسنیو کې خوندي دی.)
د ۵۲ هېوادیز صلیبي اشر پر وړاندې د نازو انا او زرغونې انا بچیانو هم ښه مقابله وکړه، استشهادي مجاهدینو په صلیبي یرغلګرو باندې مېندې بورې او ښځې کونډې کړې او لویدیځ ته د هغوی د تابتونو ور وړل خورا زیات شول. د امریکا دیکتاتورانو (واکر بوش، بارک اوباما، ډونالډ ټرمپ او جوبایډن) د یرغلګرو شمېر کموه او زیاتوه، یو شمېر داړه ماران یې وړل او بل غټ تعداد یې بېرته افغانستان ته رانقلول. صلیبیانو مجاهدینو ته د الله جل جلاله پر زمکه د اوسېدو حق نه ورکاوو، ولې الهي نظام بل ډول دی. څوک بدلون او تغییر نشي پکې راوستی!
د صلیبیانو له هوايي بمبارونو، زمکنیو عملیاتو او شپنیو چاپو سره سره د مجاهدینو بریدونه لا پياوړي او تندریز کېدل، چې له یرغلګرو او د کابل له ګوډاګي رژیم یې وار پار خطا کړ. هغه اشغالګر چې د اسلامي امارت، مشرانو، مجاهدینو او منسوبینو ته یې د ژوند حق نه ورکاوو، مجبورل شول چې اسلامي امارت سره مذاکرات پيل کړي.
د دوحې تړون:
صلیبیانو پر افغانانو هر ډول ظلمونه وکړل، هر قسم وسلې یې پرې وازمایلې، د بمونو مور یې هم پرې تجربه کړ، خو اخر هم شاتګ ته اړ شول. امریکا په ۲۰م کال د افغانستان اسلامي امارت له استازیو سره حتمي مذاکرات شروع کړل، خو د کابل ادارې دایم د مذاکراتو پر وړاندې خنډونه اچول، نه یې غوښتل چې خبرې اترې بریالۍ او له هېواده د پردیو ټغر ټول شي. ځکه د صلیب په رنګ رنګ شویو افغانانو نه غوښتل چې اشغالګر زموږ له مجاهد ټاټوبي ووځي!!
دوی خپله بقاء د ښکېلاکګرو په شتون کې لیدله، ولې د الله جل جلاله د لارې مجاهدینو د صلیب د زامنو انخلاء او له هېواده وتل غوښتل.
د امریکا له لوري زلمی خلیلزاد چې په اصل نسل افغانی دی، د سولې د مذاکراتو له پاره استازی وټاکه او د اسلامي امارت له لوري د مذاکراتي ټیم مشري د امارت سیاسي مرستیال او د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوله. له څو پړاوه خبرو اترو وروسته د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه نېټه د قطر هېواد په پلازمېنه کې د سولې تړون لاسلیک شو، چې لاندې مادې په کې رانغښتې وې:
۱: د امریکايي ځواکونو وتل.
۲: له تور لېسته د طالبانو نومونه لرې کول.
۳: د طالبانو او امریکا ترمنځ اوربند.
۴: بین الافغاني مذاکرات پیلول.
یاد تړون د زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر له خوا لاسلیک شو، چې اصل خواوې (اسلامي امارت او امریکا) دواړه پکې وو.
هو! مغرورو امریکایانو د حق زور ومانه او له هغه چا سره یې تړون لاسلیک کړ چې د ژوند و ژواک کولو حق یې نه ورکاوو. (الحمدلله)
په تړون کې د امریکایانو د وتلو او بین الافغاني مذاکراتو د پيلولو نېټې درج وې. خو دا چې ځینې سر زورو امریکایانو او د کابل رژیم نا اهلو واکمنانو هم یاد تړون نه مانه او تش په نوم ولسمشر به تل د دوحې تړون پر وړاندې مشکلات ایجادول؛ نو هغه و چې اسلامي امارت یو ځل بیا خپل اصل ځواک نړۍ ته وښود او په څو ورځو کې یې کابل ونیو.
د دوحې تړون لاندېنۍ ښېګڼې لري:
۱: اصل فریقین په کې موجود وو، غلام رژیم ترې لرې پاتې شو.
۲: له دې تړون څخه په ټول هېواد کې د جنګ جګړو ټغر ټول شو.
۳: له تړون وروسته د زورواکانو د واک جزیرې د تل لپاره ختمې شوې.
۴: او له یوې پېړۍ وروسته دا اول تړون و، چې هېواد او هېوادوالو ته پکې زیان و نه رسېده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button