لیکنې

د انسان په ژوند کې هدف ټاکل اساسي اصل دی!

فرید احمد مبارز

په دنيا کي تر (۹۵) فيصده زيات خلګ ناکام دي، د ډيرو ماهرينو د سروې څخه ثابته سوې ده، چي د ناکامي تر ټولو لوی سبب هغه د هدف نه ټاکل دي، کامياب خلک په دې پوهيږي چي دوی د څه حاصلول غواړي، د کوم څه جوړول او د کوم څه کول غواړي، یعني هغوی پوهيږي چي د دوی منزل مقصود څه دی، برعکس د ناکامو خلکو نه کوم مقصد وي او نه کوم هدف، دوی ته ددې علم نه وي چي د څه کول غواړي، يا د دوی منزل مقصود څه دی، ظاهره خبره ده يو څوک چي په خپل منزل مقصود علم ونه لري هغوی به څنګه تر هغه ځايه ورسيږي، کله چي دوی په دې علم نه لري چي د څه حاصلول غواړي نو به څه حاصل کړي؟ هيڅ هم نه. په دنيا کي هيڅوک د هدف د معلومولو پرته نه دي کاميابه سوي، د کاميابي دپاره د واضح هدف معلومول ډير ضروري دي، هيڅوک تر هغه وخته کاميابي نه سي تر لاسه کولای، تر څو چي يو واضح هدف او په خپل منزل مقصود باندي علم ونه لري.
دا يو حقيقت دی چي د هدف د معلومولو پرته ستاسو د کاميابۍ سفر نه سي شروع کيدلای، تر څو چي تاسو ته ددې علم نه وي چي تاسو چيري ولاړ، ناست او روان ياست نو کاميابي به څنګه تر لاسه کړی، په دنيا کي د هر کامياب انسان دپاره واضح هدف ضروري دی، دا هدف هر وخت د ده په زړه او دماغ کي اوسيږي او دی هم هر وخت د هغه په باره کي سوچ او فکر کوي، ځکه چي دا د ده د ژوند سبب دی، تاسو د خپل ځان څخه وپوښتی، چي ستاسو د ژوند مقصد څه دی؟ ستاسو منزل مقصود څه دی؟ تاسو په ژوند کي د څه کول، د څه جوړول او د څه حاصلول غواړی؟ که چيري تاسو ته ددې علم نه وي چي تاسو د څه حاصلول غواړی نو به څه حاصل کړی؟ هيڅ نه، ددې څخه لوی لیونی انسان به چيري وي، کوم چي د خپل منزل په هکله علم نه لري او هلته د رسيدلو توقع لري.
په دنيا کي به تر دې لويه معجزه کومه وي چي يو څوک د خپل منزل په هکله علم نه لري او نه يې د هغه په لور کوم قدم پورته کړی وي، بيا دي هم تر خپله منزله ورسيږي، د انساني ذهن مقصد دا دی چي د هدف او نتيجې په هکله فکر او کار کوي، کوم وخت چي تاسو د هدف تعين وکړی، نو ستاسو د ذهن تخليقي حصه خود بخود د هغه د حصول دپاره شپه او ورځ کار کول شروع کړي، د څه د وجهي چي بيا منزل ته د رسيدلو لاري واضحه او آسانه کيدلای سي، که چيري تاسو د واقعي کاميابي غوښتونکي ياست نو تاسو هم د نورو کاميابو خلکو په څير د ځان دپاره هدف معلوم کړی، د هدف ډير اقسام دي چي يو څو مهم يې په لاندي ډول درته ذکر کيږي:
روحي هدفونه:ـ ۱: په پابندۍ سره د لمونځ کول. ۲: روژه نيول. ۳: حج کول یا عمره کول. ۴: د ترجمې سره د قرآن کريم لوستل. ۵: درس ويل. ۶: درس ورکول. ۷: د حديثو مطالعه کول. ۸: دين ته د خلکو رادعوتول. ۹: د ديني کتابونو مطالعه کول. ۱۰: د ديني عالمانو سره ملاقات کول. ۱۱: د ګناهونو څخه ځان ساتل. ۱۲: د حلال رزق ګټل او خوړل. ۱۳: د مذهبي رسالو مطالعه کول. ۱۴: د خلکو خدمت کول او داسي نور…
جسماني هدفونه:ـ ۱: روزانه ورزش کول. ۲: جائزه لوبه کول. ۳: وزن کمول. ۴: ښه مګر کوم خوراک کول. ۵: سګريټ نه څکول او داسي نور…
کاروباري هدفونه:ـ ۱: تجارت کول. ۲: مزدوري کول. ۳: بزګري کول. ۴: صنعت کاري کول. ۴: په خپله خوښي د يوه کار انتخابول او په خپله د يوه کاروبار شروع کول او داسي نور…
مالي هدفونه:ـ ۱: په آمدن کي اضافه والی راوستل. ۲: د مصارفو کنټرولول. ۳: د کور او موټر رانیول. ۵: قرض اداء کول. ۶: ښو سيمو ته تلل. ۷: د قيمتي شیانو رانیول او داسي نور…
ذهني هدفونه:ـ ۱: تعليم حاصلول. ۲: د نوي کسب او فن زده کول. ۳: په علمي محفلونو کي شرکت کول. ۴: د اهل علم سره ملاقات کول. ۵: د یوې ژبي زده کول.۶: د یوه مضمون ليکل او داسي نور…
کورني هدفونه:ـ ۱: خپلو اولادو ته ښه تعليم او تربيه ورکول. ۲: د کورنۍ د غړو سره يو ځای اوسيدل. ۳: اولادونه د ځان سره مسجد ته بيول او داسي نور…
د ترقي هدفونه:ـ ۱: روزانه د يوه نوي څه زده کول. ۲: وخت ښه استعمالول. ۳: د رسالو مطالعه کول. ۴: په هره مياشت کي د يوه کوچني کتاب مطالعه کول. ۵: په ځان کي د ښو عادتونو پيدا کول. ۶: د بدو عادتو څخه ځان ساتل. ۷: غصه کنټرولول او داسي نور…
د دوستي هدفونه: ۱: د خپلو خپلوانو سره ناسته ولاړه. ۲: په هره مياشت کي د يوه نوي دوست پيدا کول. ۳: دوستانو ته ميلمستيا ورکول.
د ټول عمر هدف: دا هغه هدف دی کم چي د مرګ څخه مخکي د هغه لاسته راوړنه غواړی، ددې دپاره د ډيرو نورو هدفونو ټاکل هم ضروري دي.
د اوږدې مودې هدف: کم چي د ۱۰ څخه نيولې تر ۱۵ کلونو په موده کي يې تاسو حاصلول غواړی، هر څوک چي د اوږدې مودې دپاره هدف ټاکي هغه ډير کامياب انسان جوړيږي.
د درميانه مودې هدف: کوم چي په پنځو کلونو کي حاصليږي.
کلنۍ هدف: کو م چي په دولسو مياشتو کي حاصليږي. مياشتنۍ هدف: کوم چې په ديرش ورځو کي حاصليږي. ورځنۍ هدف: کوم چي تاسو په يوه ورځ کي حاصلول غواړئ، د دغه تعلق د بنيادي هدف سره هم وي او مختلف هم.
پورته ذکر سوي ټول هدفونه د اصل مقصد په لور تاسو ته حرکت درکولای سي، په اصل کي مهم روحي، جسماني، کاروباري او مالي هدفونه دي، تاسو په ټولو هدفونو باندي په يوه وخت کي هم کار شروع کولای سی، مګر په مهمو هدفونو کي په يوه وخت کي د يوه انتخاب وکړی او بيا د هغه د حصول دپاره ټول هغه څه چي ستاسو سره وي په کار واچوی، هيڅ مه پريږدی، ټول کوښښ د هغه په حصول کي صرف کړی، هر وخت د هغه په باره کي فکر کوی، د هغه د حصول دپاره روزانه څه نا څه ضرور وکړی، تل مستقل مزاج اوسيږی، کاميابي به ستاسو قدمونو ته راځي.
ککوم وخت چي تاسو يو څو هدفونه ټاکی، نو د هر هدف سره وليکی: تاسو د نوموړي هدف حصول څنګه او د کومي لاري غواړی؟ فکر وکړی د نوموړي هدف د حصول څخه تاسو او ستاسو خاندان ته څه فايده رسيدلای سي، او که مو نوموړی هدف تر لاسه نه کړ، نو بيا تاسو او ستاسو خاندان ته کوم نقصان رسيدلای سي؟ مثلاً: که تاسو مالي هدف تر لاسه کړ تاسو او ستاسو خاندان يوه بهترينه زندګي تيرولای سی، حج او عمره کولای سی، خيرات، زکات او صدقه ورکولای سی، په اولادو په يوه ښه اداره کي تعليم کولای سی، کور او موټر اخيستلای سی او يوه ښه تعليمي اداره، مدرسه او مکتب جوړولای سی او که چيري دغه مالي هدف تر لاسه نه کړی، نو د پورته ټولو نعمتونو څخه نه يوازي دا چي محرومه کيدلای سی، بلکي د ناجوړتيا په صورت کي نه د ځان او نه د خپل اهل وعيال صحي علاج هم نه سی کولای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *