افغانستان
پوهنې وزیر هرات کې دوې دیني مدرسې پرانیستې
د هرات سیمه ییز مسوولینو ویلي چې په دغه ولایت کې د دوو مدرسو کارونه بشپړ او پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا هرات ته د خپل سفر په بهیر کې د یاد ولایت د کشک او سربلند ولسوالیو زلزله ځپلو سیمو کې د دوو دیني مدرسو پرانیسته وکړه.
ویل کیږي چې دغه دیني مدرسې د ۱۰ میلیونه ۷ سوه زره افغانیو په لګښت جوړې شوي دي.
پوهنې وزیر ماشومانو ته د ښووني او روزنې برخو کې د لا چوپړ ژمنه وکړه او له هراتیانو یې وغوښتل چې خپل کوچنیان ښوونځیو او مدرسو کې شامل کړي.