افغانستانراپورونه

د ایران برید د لاس په سر شوې کفري نړۍ پام بیا اسراییلو ته ورواړاوه

شریعت: تهران تېره شنبه شپه د سلګونو جنګي-چاودېدونکو الوتکو، سلګونو بالسټیک، کروز او نورو وسلو په مټ پر اسراییلو څو لوریز پراخ برید وکړ چې بیاځلې یې اسراییلو ته د کفري نړۍ ورپام کړ.
د ایران انقلابي ګارډ خبر ورکړی، چې په اسراییلو د برید هدفونه په بریالیتوب سره ترلاسه شول او په دغه برید کې یې تر ۱۰۰ زیات اسراییل له تېغه تېر کړي. تهران وایي چې دا بریدونه یې د اسراییلو له خوا دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د برید په ځواب کې کړي دي. په یاد برید کې چې په روانه اپرېل میاشت کې وشو، د سپاه پاسداران ۷ لوړپوړي پوځي چارواکي ووژل شول.
د ایران برید جوبایډن له سفره راګرځولی او په خپل اېکس یې ولیکل چې امنیتي ټیم سره پر خبرو بوخت دی او ایران ته به ځواب ورکړي. نوموړي دغه شان د (جې اووه) هیوادونو له مشرانو سره هم کتلي. امنیت شورا هم پر اسراییلو د ایران بریدونه غندلي او په تړاو یې بېړنۍ ناسته رابللې ده.
بل خوا اردن ته اردن ته ایران خبرداری ورکړی چې اسراییلو سره له کومک ډډه وکړي. ایران اردن ته داسې حال کې دا خبرداری ورکوي، چې بېګا شپه اردن هېواد یو شمېر هغه توغندي او ډرون الوتکې و ویشتلې، چې ایران د اسرائیلو هدف کولو لپاره توغولې وې.
تل ابیب ادعا کوي چې دفاعي سیسټم یې د تهران نږدې ۹۹ سلنه توغندي شنډ کړي خو په هغه ویډیوګانو چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کیږي، د برید ویجاړی
زیات دی.د ایران رسمي خبري اژانس ویلي، چې د اسرائیلو النقب هوايي اډه یې په خیبر توغندیو ویشتلې، ایران ادعا کړې چې یاده اډه په سوریې کې د ایران کونسلګرۍ برید پرمهال کارېدلې وه.
تهران واشنګټن ته ګواښ کړی چې د مداخلي په صورت کې به په سیمه کې د امریکا ګڼې پوځي اډې په نښه کړي. ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر ویلي، چې ایران سره د مخامخ کېدو اراده نه لري، خو سیمه کې له خپلو سرتېرو او موخو او دغه راز اسرایلو څخه دفاع ته دوام ورکوي. د ایران د پوځ مشر محمد باقري ويلي، که امريکا له اسراییلو سره راتلونکو اقداماتو کې همکاري وکړي، نو د امريکا پوځي اډې به په امن کې نه وي. باقري له رسنيو سره خبرو کې زياته کړې، چې دغه پيغام يې د سويس سفارت له لارې امريکا ته استولی دی.
ولادیمیر پوتین ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، چې د اسرائيل او امریکا لخوا پر ایران برید به موږ د ایران ملاتړ ته اړ کړي.
پوتین ویلي، که امریکا وغواړي چې د اسرائیلو د ملاتړ لپاره د جګړې ډګر ته راووځي، نو موږ به دلته غلي پاتې نه شو.
اټکل دا دی چې له اسراییلو لاس په سر شوې کفري نړۍ یوځل بیا له اسراییلو سره خپله خواخوږي زیاته کړې. په دې وروستیو د امریکا، فرانسې او بریتانیې په ګډون ګڼ اروپایي هیوادونه له تل ابیب خپه او خپلې مرستې یې ورسره ځنډولې وې. د امریکا برحاله ولسمشر جوبایډن، نتانیاهو ته ویلي و چې که صهیونستان په غزه کې د ملکي وګړو او مرسته رسونکو کارکوونکو ژوند ته پاملرنه ونه کړي، نو دوی به یې له ملاتړ څخه لاس په سر شي.
بایډن په څرګندو ټکو، غاصب صهیونستي رژیم ته ګوتځنډنه کړې چې باید د ملکي وګړو او د مرستندویه ارګانونو د کارکوونکو ژوند ته پام وشي. بایډن ګواښ کړی چې که تل ابیب یې پر غوښتنو غوږ ونه ګروي، واشنګټن به یې پر وړاندې خپله تګلاره تغییر کړي.
اوس واشنګټن له اسراییلو پولادي ملاتړ اعلان کړی. جوبایډن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ایران جنګي الوتکې او توغندي د دوی د هغو نظامي وسلو په وسیله شنډ شوي چې دوی څه وخت کې سیمه کې ځای پر ځای کړې وې.
داسې هم ویل کیږي چې دا برید دې ډراماتیک وي او پر اسراییلو دې د امریکا د فرمایشونو د منښت او فشار په پار شوی وي.
خالد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *