شعرونه
که ژوندون غواړې په لستوڼي کې خنجر وساته !
د لمر وجود زغملی نه شي د لمر نور نه مني
جانان مې خوی د پښتنو لري تربور نه مني
پر تندي باندې ستوري مه وړه غبار يوسه يار ته
د خاور قدر شايد وکړي خو غرور نه مني
که ژوندون غواړې په لستوڼي کې خنجر وساته
دنيا وجود د هېڅ کمزوري او مجبور نه مني
زه چې يې بچ کړم هر چا اچاوه احسان را باندې
زه چې يې ووژلم هېڅوک هم قصور نه مني
چې مزدوري يې تر خوله وچېدو وړاندې ورکړي
دروېشه دوی تر اوسه دا حق د مزدور نه مني
دروېش دُرانی