مقالی اوتبصرې

د قرآن او تکنالوژۍ له نظره په جرمي پېښو کې د درواغو مالومول

په هره ټولنه کې ځينې وګړي قوانين او مقررات نه رعايتوي او جرم په بېلا بېلو طريقو تر سره کوي. په يوازې توګه د جنايي پوليسو لخوا د پېښې ځای کتنې څخه ګټه اخيستل د شکمن په اړه مادي مدارک را ټولول کافي نه دي بلکې د پېښې په اړه مالومات وړاندې کول اړين کار دی.د څېړنيزو کړنو څخه يو هم د استنطاق پروسه ده استنطاق يو اړين او پراخه څېړنيز کشفي فعاليت دی چې له لومړنيو څېړنو څخه پيل، تر قضايي ارزونو او حکم پورې د جرم تثبيتول ټول د استنطاق په ذريعه مخ ته بېول کېږي او مستنطق خپل ټول کوښښ د حقيقتونو د مالومولو لپاره مصرفوي تر څو رښتيا له درواغو جلا کړي. د مقصر او غير مقصر توپير په کې وشي، خو بايد يادونه وکړو چې مستنطق د رښتينو موخو په نسبت له دروغو سره ډېر مخ کېږي ځکه هغه څوک چې د شک لاندې راځي هغه ډېر په احتياط سره تصميم نيسي چې په کومو الفاظو سره د مستنطق پوښتنو ته ځواب ووايي. د يادونې وړ ده چې هر انسان د درواغو او رښتيا دوې غريزې لري، چې رښتيا اصلي غريزه او دروغ ويل د انسان د خود خواهۍ او منفعت د لاسته راوړلو غريزه ده، ځينې کسان کېدای شي د ښه نيت، خطا، تېروتنې، ځينو ناروغيو او يا نورو بېلا بېلو لاملونو له امله دروغ ويلو ته مخه وکړي، په هر صورت درواغ د تېروتنو او خطا پر بنسټ وي او يا هم د نورو لاملونو پر بنسټ خو د استنطاق د اصلي لور د بدلولو سبب کېږي چې بايد مستنطق ورته د شريعت او د هيواد نافذو قوانينو په پام کې نيولو سره استنطاق په سمه مسلکي توګه له تورن کس څخه تر سره شي. په دغه مقاله کې له شکمنو کسانو د تحقيق پر مهال د قرآن عظيم الشان حکم او د نافذه قوانينو په مراعاتولو سره د استنطاق پروسه تر بحث لاندې نيسو.
لومړی: يايها الذين آمنو ان جاءکم فاسق بنبا فتبينوآ ان تصيبوا قوما بجهِالة فتصبيحوا علی ما فعلتم ندمين د الحجرات سورت ۶ متبرکه آيت. ژباړه: ای هغو کسانو چې تاسو ايمان راوړی!، که چېرې راتګ وکړ تاسو لره فاسق او بد کار په يوه خبره سره، نو تاسو ښه تحقيق په کې وکړئ! له جهته د وېرې د دې چې وبه رسوئ تاسو يوه قوم لره ضرر او تاوان په ناپوهۍ سره، نو پس وبه ګرځئ تاسو په هغه څه سره چې مو عمل کړی دی، خفه او پښېمانه. د پورتنې متبرکه آيت څخه مطلب دادی کله چې ټولې شخړې او جګړی، بغض او عداوت انسان ته د درواغو له لاری پېښيږي، نو له دې خاطره الله تعالی جل جلاله خپلو بندګانو ته ارشاد فرمايلي که چېرې تاسو ته کوم بد کاره انسان په کومه قضيه کې خبر درکوی!، تاسو په هغې که ډېر فکر وکړی، حق او باطل، رښتيا او دروغ يې ښه ځان ته ثابت کړی، وروسته له هغې څخه په حل د موضوعاتو باندې اقدام وکړي لپاره د دې چې په احساساتو او تنګ نظرۍ سره موکومه خرابي او ضرر رسولی وی، بيا يې جبيره مشکله او پښېماني يې هم څه په درد نخوري چې په دې صورت کې به ظلم بر قراره او عدالت نړېدلی وي، حال دا چې انسان بايد عدالت بر قرار کړي او د ظلم رېښې له بېخه وباسي.
دوهم: دا چې د جرم کشف د پوليسو لخوا تر سره کېږي. استنطاق د جزايي اجرااتو قانون څلورمې مادي په ۴ فقره کې تحقيق داسې تعريفوي.
د جرم تحقيق: د قانون د حكمونو په حدودو كې د څارنوال په واسطه، د راټولو شويو دلايلو پر بنسټ له تورنه د استنطاق او استجواب، د شهود او ناظرينو د بيانونو او اظهارات د اورېدلو، د جرم د پېښېدو يا نه پېښېدو د تثبيت په موخه د راټولو شويو دلايلو د ارزونې، د مرتكب د پېژندلو او تورن ته د تور د انتسابولو له لارې د جرمي واقعې هر اړخيزه څېړنه ده. همدا راز د يادې مادې په ۱۲ فقرې له مخې استنطاق په لاندې ډول تعريفوو.
د استنطاق تعريف: د قانون حکمونو په حدودو كې، د جرم د ارتكاب، د عمل د ډول او انګېزې په اړه له مظنونه د حقايقو د بيانولو غوښتنه ده. دروغ په عرفي مانا په ټولو ژبو او ملتونو کې پېژندل شوي موضوع ده او تعريف ته ضرورت نه لري او په عام ډول هر هغه څه چې رښتيا نه دي، نو دروغ دې يا دروغ د عقلي تلاش او هڅې پر مټ د يوې خيالي او بې بنياده موضوع ښودل دي. مستنطق بايد د استنطاق په بهير کې د درواغو احتمال بې اهميته ونه ګڼي او د درواغو د کشف له ميتودونو د استفادې پر مټ د دروغو شتون کشف کړي چې د درواغو د کشف لپاره په استنطاق کې دوه مېتودونه شتون لري.
۱-د استنطاق پخوانی او سنتي مېتود.
۲-د استنطاق معاصر، فني او علمي مېتود،چې هر يو يې په جلا جلا ډول سره څېړو:
د استنطاق پخوانی او سنتي مېتود:
په پخوانيو ټولنو کې هم د دروغو د کشف لپاره د ځينو تګلارو شتون درلود چې دروغ به يې پرې مالومول لکه چينايانو به تر پوښتنو لاندې کس ته د وريجو يوه اندازه ورکوله چې په خوله کې يې وژويي او وروسته به يې ترې غوښتنه کوله چې وريجې له خولې راوباسي که په وريجو کې په د وچوالي اندازه ډېره وه ، نو دا به د دروغو لپاره يوه ظاهري قرينه ګڼل کېده ، دوی د ځينو نورو نښو لکه د غوږنو د رنګ تغيير، د بدن خولو، د حرکاتو غير منظم کېدل، د موضوعاتو د اضافي توضيح او داسې نورو نښو په واسطه دروغ مالومول چې دغه نښې اوس هم تر ډېره د يوې قرينې په توګه ګڼل کېږي. په دې مطلب کې د استنطاق علمي، فني او تخنيکي معاصرو وسايلو سره سم په تکتيکي ډول يادونه کوو.
د استنطاق معاصر، فني او علمي مېتودونه په لاندې ډول سره پېژندل کېږي:
الف: انځوريز ټېسټونه: په دې ټېسټونو کې شخص ته ځينې انځورونه ښودل کېږي او ترېنه غوښتنه کېږي چې د انځورونو په اړه توضيحات ورکړي او د هر عکس لپاره يوه کيسه جوړه کړي او يا ورته جالب او غير جالب انځورونه ورښودل کېږي او ترې غوښتل کېږي چې د استنطاق لاندې شخص د وينا او انځورونو تر منځ ورته والی شته او که نه ؟
ب: رواني مېتودونه: په دې مېتود کې د استنطاق لاندې شخص د خبرو له نه تسلسل څخه د شخص دروغ تر لاسه کېږي.
ج: نارکو اناليز: نارکواناليز د روانپوهنې يو روغتيايي تګلاره ده چې د کيمياوي موادو او داروګانو په مرسته بې هوشي يا نيمه بې هوشي حالت ته وړل کېږي او د تحقيق لاندې نيول کېږي تر څو حقايق ترېنه په لاس راشي ، همدا رنګه د ځينو سيرومونو سره هم کولای شو چې د تورنو د درواغو مخنيوی وکړو او يا د خوب راوړونکو داروګانو
څخه.
د: پوليګراف: پولی ګراف هغه آله ده چې د وينې د فشار ، تنفسي تغييرات او د پوست الکتريکې مقاومت او د هغو عکس العملونو د ثبت دنده پر غاړه لري چې د درواغو په نښو ښکارېږي ، دا آله د درواغ سنجوونکې آلې په نوم شهرت لري او د لاندې برخو څخه جوړه شوې ده.
ه:کار ډيوګراف(د زړه ضربان د ثبت آله) د زړه ضربان ، نبض او د وينې فشار د ثبت لپاره کارول کېږي.
و: پينوګراف: د تنفس د حالت د ثبت لپاره کارول کېږي دا آله د اشخاصو تنفسي حالت ثبتوي او کله چې يو شخص کوم تشويش او اضطراب و نه لري ، نو تنفس په عادي ډول جريان لري چې يو شخص دروغ و وايي نو د هغه تنفس کې بې نظمي راځي چې دغه حالت په دقيق ډول د پينو ګراف په واسطه ثبتېږي.
ز:ګلوانومټر: د پولي ګراف دغه برخه د بدن د پوست د خولو د غدواتو فعاليت ثبتوي او د خولو د ډېروالي اندازه کوي ، کاري سيستم يې دادی چې ډېر خفيف برق د شخص بدن ته ور پرېښودل کېږي او د شخص لاسونه د اسيد محلول ته کوزوي او وروسته يې په الکترودونو باندې ږدي چې په دې ډول رواني تاثيراتو لاندې د خولو د غدواتو په مقاومت کې بدلون راځي. ديادونې وړ ده چې نن ورځ پولي ګراف په ټوله نړۍ کې د کشفي او عدلي تعقيب د ارګانونو له لوري استعمالېږي، خو دا چې آيا دا آله سل په سلو کې مثبته نتيجه ورکوي او که نه؟ د علماوو تر منځ شکونه او ترديدونه پيدا کړي ، ځکه چې عادتي مجرمين دومره په درواغو عادت شوي،چې پوليګراف د دغو مجرمينو د دروغو تشخيص نه شي کولی او دومره طبيعي دروغ وايي چې هېڅ ډول عکس العمل يې په بدن کې نه ظاهرېږي. خو دا چې د درواغو څخه الزام د يو دليل په حيث کار اخيستل کېدای شي او که نه؟ بايد يادونه وکړو چې تر اوسه داسې ضوابط نه شته چې وښيي فلاني چې دروغ ويلي مقصر دی او فلانی نه دی، مګر بيا هم په اوس وختونو کې درواغ د الزام دليل ګڼل کېږي، خو بايد هېر نه کړو چې په يو بې ګناه شخص د اتهام تړل، شخص په خپله په اضطراب کې واقع کوي او د هغه تنفسي سيستم د زړه ضربان او نور حرکات خپل عادي حالت له لاسه ورکوي.
پايله:
نو ځکه په پولي ګراف باندې دومره باور هم نه دی په کار ځکه شريف انسانان چې تر تور (اتهام) لاندې راشي او يا د پوليسو له لوري ونيول شي نو حتماً مضطرب کېږي نو دا به معقوله نه وي چې په داسې وختونو کې د پوليګراف په آله باندې حساب وشي . جنايي پوليس د پورتنيو مواردو په پام کې نيولوسره د څېړنو او کړنو پر مهال تر ډېره حده حقايق د قوانينو پر بنسټ بايد تر لاسه او د عدالت د ټينګولو لپاره خپل ټول مسلکي او کاري وړتيا په کار واچوي .
اخيستن ځايونه:
القرآن الکريم و ترجمه معانيه الی لغة البشتو
نظيمی، حفيظ الله، ۱۳۹۳ جرم پېژندنه.
د افغانستان جزايي اجرااتو قانون ۱۳۹۳.

پوهنيار محمد خالد همت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *