لیکنېمقالی اوتبصرې

ګواښل حللاره نه؛ بايد شته واقعیتونو ته غاړه کېښودل شي

هغه کسان چې د رهبرۍ په لومړي کتار کې دي باید د ګاونډیو هېوادونو په اړه مثبتې څرګندونې ولري که دا کار نه شي کولای نو ستونزې دې هم نه رامنځته کوي.
د باختر آژانس مبصر لیکي: د ایران جمهور رییس
سید ابراهیم رئیسي؛ په سیستان ولایت کې له افغانستانه د حقابې غوښتنه کړې او ګواښ یې کړی که چېرې دوی ته د هلمند له سینده حقابه ورنه کړل شي بیا دې ګیله نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د ایراني چارواکو له تندو څرګندونو وروسته د ګاونډي هېواد له چارواکو سره د ښه نیت په توګه، غبرګون وښود او له هغوی سره یې د دوو اړخیزو او څو اړخیزو تړونونو پر رعایتولو ټینګار وکړ.
اسلامي امارت په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له ایران سره د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن یو، خو خبره دا ده چې د ایراني چارواکو دریځ د هغوی د اطلاعاتو له نشتوالي سرچینه اخلي، که چېرې هغوی یاد تړون مطالعه کړی وای داسې بې مسئولیته څرګندونې به یې نه کولې، دوی په دې ورستیو کلونو کې د اقلیم بدلېدو ته هېڅ پام نه کوي او صرف همدا یوه خبره کوي چې موږ ته د هلمند اوبه را خوشې کړئ.
د ایراني دوستانو وروستۍ څرګندونې ښيي چې یا دوی د افغانستان په ګډون د خپل هېواد او شاوخوا هېوادونو د هوا د حالاتو له واقعیتونو خبر نه دي او یا نه غواړي له دغو واقعیتونو خبرشي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي (د ایران جمهور رییس سید ابراهیم رئیسي وروستۍ څرګندونې به د کابل او تهران ترمنځ سیاسي اړیکو ته زیان ورسوي) ځکه د وچکالۍ له امله په دغه سیند کې د اوبو کچه راټیټه شوې او په کافي اندازه اوبه شتون نه لري.
اسلامي امارت د مسئلې په اړه معقول نظر لري او د سختو ادبیاتو د کارولو پر ځای د دیپلوماسۍ او خبرو له لارې د ستونزو حل ته لومړيتوب ورکوي او د نامناسبو الفاظو کارول د دواړو هېوادونو په خیر بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د سیستان خلک د ایران له دولته ناراضه دي او دولت له هغوی سره مذهبي تبعیضي چلند کوي،نو د هغوی چارواکي غواړي چې په ځينو حاشیوي خبرو د هغوی پام غلط کړي او داسې چلند ورسره کوي، چې ګواکې د دوی د هوسا ژوند لپاره هر کار ته چمتو دي.
اسلامي امارت په دې برخه کې د واقعیتونو پر بنسټ د خبرو او د ډیپلوماسۍ د دوام غوښتنه کوي، د زور او ګواښونو د ژبې کارول او د غیر متوازن او له تاوتریخوالي د ډکو ادبیاتو کارول د دواړو ملتونو په زیان بولي، چې باید مخنیوی یی وشي.

تبصره – باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *