افغانستان

۱۶ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول

شریعت: له ايران څخه وارد شوي ۱۶ ټانکره بې کيفيته ډېزل او پټرول له فراه ولایت څخه بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې ویلي، د فراه ۷۸میل بندر کې ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته ګرځول شوي دي.سرچینې ویلي په وروستیو کې د سټنډرډ ملي ادارې په جدیت سره د بې کيفيته تېلو د واردولو مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.یادې ادارې له سوداګرو غوښتي چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي او د بې کیفیته توکو له واردولو دې ډډه وکړي کنې قانوني چلند به ورسره کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button