افغانستان

۴۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول شول

د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۴۳ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.
یادې ادارې پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې په تېرو دوو ورځو کې يې د فراه په ۷۸میل بندر کې يې ۴۳ ټانکره بې کیفیته تیل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
د یادونې وړ ده، چې د سټنډرډ ملي ادارې پرون ویلي ویلي وو، چې په تېره یوه میاشت کې یې ۱۶۰ ټانکړه بې کیفته تېل بېرته ایران ته مسترد کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button