افغانستانروغتیا

ډېرو سیمو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

پرون د هېواد بېلابېلو سيمو کې د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيلوي. دغه ادارې له ټولو هغو کورنيو مننه کړې، چې ياد کمپاين کې برخه اخلي او ماشومان ددغه وژونکې ناروغۍ پر وړاندې واکسين کوي. یادې ادارې د هغو ولایتونو نومونه نه‌‌دي په ډاګه کړي چې دغه کمپاین په‌کې پیلېږي. دوه ورځې وړاندې په ننګرهار کې څه باندې شپږ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی چې اووه ورځې به دوام وکړي. همداراز نن په زابل کې هم څه باندې ۱۰۰زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *