افغانستان

ایراني چارواکي: د خوړو او درملو ملي ادارې سره هرراز همکارۍ ته چمتو یو

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر او مل پلاوي ایران ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د یاد هېواد د عامې روغتیا وزارت له مرستیال او د بین المللي اړیکو له رئیس محمد حسین نیکنام سره وکتل.
د یادې ادارې له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پر ټينګښت، خوراکي توکو، درملو او طبي محصولاتو په کیفیت، خوندیتوب، د ذکر شویو توکو د قاچاق د مخنیوي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو همکاریو بحث او خبرې شوې دي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په یاده کتنه کې نیکنام ژمنه وکړه، چې دوی به د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر درې ورځې وړاندې د يوه پلاوي په مشرۍ د ايران له روغتيايي چارواکو سره د ليدنې په موخه دغه هېواد ته سفر کړى دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *