ټولنه اوکلتورسرمقالېلیکنې

افغانان د غرب د خوشحالۍ لپاره اسلام نه شي پرېښودلی!

د هېواد په ځینو سیمو کې د اسلامی حدودو او نورو سزاګانو د تطبیق پرخبرونو دا وخت غربي مېدیا شپه  ورځ مصروفه ده. د غرب سیاسي مشران هم لګیا دي په ډاګه د اسلامی سزاګانو شدیده غندنه کوي، ظلم او وحشت یې بولي، غیر انساني یې ګڼي او له افغان چارواکو غوښتنه کوي چې باید پرګردو هغو نړیوالو موافقو عمل وکړي چې پخوانیو افغان واکمنو لاسلیک کړې دي.

مطلب دا چې غریبان داسلام زیاتره قوانین د نړیوالو معاهدو خلاف بولي او په دې باور دي چې د بشري حقوقو په اړه یوازې د  غرب په فرمایش ترتیب شوې تګلاره معقوله او منصفانه ده. حقیقت دادی چې که د ملګرو ملتو اداره په رښتیا نړیواله ټولنه اود ځمکې پرمخ د ټولې بشري کورنۍ او ګردو مذاهبو، کلتورونو او عقایدو استازیتوب او حقوقو خوندیتوب په پار جوړه شوې او منځ ته راغلې وي، نو بیا خو لازمه ده چې لږ تر لږ د نړۍ د دویم لوی دین اسلام او موجوده (57) مسلمانو هېوادونو د انګېرنو، ارزښتونو او رسومو خیال یې هم ساتلی او په تمامه معنایې د اسلامی احکامو  او قوانیو درناوی کړی وی خو داسی ښکاري چې نه دیارو نړیوالو لوایحو او قوانینو  د جوړېدو پرمهال دغه ټکي مراعات شوي او نه یې اوسني ځواکمن او زورواکي مشران څه احترام لري. البته له دې واقعیته هیڅوک هم  انکار نه شي کولی چې د نړۍ په همدغه بدماشي کې له اسلامی ارزښتونو پرته د نورو ملتونو هرډول وحشت، جهالت او  غیر  انساني، غیر فطري او نامعقول رسمونه او رواجونه د کلتور په نامه کاملاً د احترام وړ اوله نیوکو خلاص دي. خو یوازې همدا اسلام دی چې ان د السلام علیکم  غوندې له احترام، دوستۍ او لورینې ډک الفاظ یې هم د  دوی د زغملو نه دي. بنا پردې  موږ افغانان هم یوځل بیا ټولې نړۍ ته په ډاګه اعلانوو چې هیڅکله او په هیڅ صورت به د اسلام د دغسی د ښمنانو د خوشالولو لپاره له خپلو سپېڅلو عقایدو او الهی مبارکو احکامو تېرنه شو. موږ الهي سپېڅلو احکامو ته د وحشت، جهالت او غیر انسانې کړنو نسبت کولو له قادر خدای سره دښمني  ګڼواو د خدای له دښمنانو سره د اخلاقو د خپل دین له مخې ارزښتونو او عقایدو پر موضوعاتو هیڅکله موافقې ته نه شو رسېدلی ځکه زموږ لپاره د خپل دین له مخې داسې نړیوالو سره یوازې د سوداګرۍ او نورو اقتصادی ملګرتیاؤ اجازه شتون لري تردې چې د نړۍ د هر زورور دغه ډول څرګندونې د نورو ملتونو په کورنیو ځانې معاملو کې ډاګیز مداخلت ګڼو او هر ملت ته داحق ورکوو چې د خپلو ارزښتونونه په کلکه دفاع وکړي. نړۍ وال باید له دې واقعیته منکر نه شي چئ د نورو قومونو او ملتونو په مذاهبو او رسومو همدغه کې ګوتې وهل او خپل مخصوص ارزښتونه او فرمایشنونه ورباندې تپل پرته له شکه د نړۍ امنیت له منځه وړي تاوتریخوالی رامنځ ته کوي او بشري ټولنه له بدمرغۍ سره مخ کوي. په دې اساس ویلی شو چې که څوک ځان د دغې خاورینې کرې استوګن بولي او غواړي چې ټوله انساني معاشره دلته د امن اوسوکالۍ ژوند ولري نو په کارده چې یوازې پر انساني مشترکاتو تمرکز وکړي او د ارزښتونو تنوع ومني. ځکه دانو کوم حق او معقولیت دی چې د بشري ارزښتونو هره تله او کاڼی دې یوازې لویدیځوالو سره وي؟ حال دا چې په ختیځ کې هم ډېرو قومونوته د غربیانو انګېرنې او رسوم سراسر حماقت جهالت او هلاکت ښکارې. لنډه داچې د هر بل ملت په څېر موږ هم په خپلواکۍ سره د خپل دین او کلتور د ساتنې څرګندونې او دفاع حق لرو او د بل هیچا فرمایش ته به غاړه هم کښېنږدو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *