ټولنه اوکلتورلیکنې

افغانستان د فوټبال په نړیوال جام کې!

زخمي افغان

قطر هیواد کې د فوټبال د نړیوال جام لوبې روانې دي. دا رویداد چې څلورو کلونو کې یو ځل پیښیږي، دا ځل یې په رسنیو کې دومره زور اخیستی چې حتی د یوکراین موضوع یې تر اغیز لاندې راوستې. رسنۍ درګرده د فوټبال د لوبو په اړه تازه خبرونه او تبصرې نشروي.

د فوټبال نړیوال جام کې د نړۍ د سلګونو هیوادونو له جملې د محدودو هیوادونو ټیمونه ګډون لري. هغه هیوادونه چې د فوټبال نړیوالې سیالۍ ته وتلي، تر نورو یې یو څه لوړه وایي. هغوی ته ځان په دې ممتاز ښکاري چې د فوټبال د نړیوال جام په ډګرونو کې یې بیرغ رپیږي، نوم یې اخیستل کیږي، ملي سرود یې غږیږي او په دې ډول د نړۍ د برترو هیوادونو په لست کې د ځان لیدلو سره ورته د فخر احساس کیږي.

افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی چې د قطر د فوټبال ټورنامنټ کې یې نوم یادیږي. ښایي تاسو به حیران شوي یاست چې دا څه اورو!؟ افغانستان خو تر اوسه حتی اسیایي جام کې د برخې اخیستلو جوګه شوی نه دی، نو نړیوال جام ته بیا څرنګه ورسید؟ مه حیرانیږئ، خبره دا ده چې افغانستان که څه هم د قطر نړیوال جام کې یې د فوټبال لوبډله حضور نه لري، اما نوم یې اخیستل کیږي.

دا څه موده کیږي، په ګاونډي هیواد ایران کې د ښځو د حقوقو فعالانو مظاهرې روانې دي. دغه مظاهرې که څه هم لویې نه دي، خو دا چې د ښځو لپاره د غربي آزادیو په موخه پیل شوې دي، غربي رسنۍ ورته خورا پراخ انعکاس ورکوي. غربي رسنیو داسې کمپاین هم پيل کړی و، چې  د ایران لوبډله په نړیوال جام کې له لوبېدو محرومه کړي. دغه راز یې لوبغاړو ته تلقین ورکاوه چې د ایران د حکومت پر ضد موقف ونیسي.

خو د غربي رسنیو د کمپاین برعکس د ایران لوبډله وتوانیده چې د ولز  لوبډلې په وړاندې ( دوه پر صفر) بریا خپلولو سره په نړیوال جام کې د خپل تاریخ تر ټولو ښه ریکارډ ثبت کړي. د ایران او ولز له لوبې وروسته چې د غربي رسنیو د خبریالانو په امیدونو سړې اوبې تویې شوې وې او نور یې د نشر لپاره کوم څه نه درلودل، نو د لوبې اړوند خبري کانفرانس کې یې د ایران د ټیم له روزونکي څخه د ورزشي پوښتنو پر ځای سیاسي پوښتنې پيل کړې.

غربي خبریالانو د ایران د ټیم روزونکي کارلوس کي روش ته وویل چې دا سمه ده چې تاسو لوبه وګټله، مګر په ایران کې ډيرې سختې مظاهرې روانې دي، حکومت له ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دی، د دې مظاهرو په اړه تاسو څه ویل غواړئ؟ د ایران د ټیم روزونکی چې د غربیانو او غربي مغرضو خبریالانو د ضعف رګ ورمعلوم و، ددې په ځای چې د ایران د مظاهرو په اړه څه ووایي، غربي خبریالانو ته یې وویل چې هغه تاسو په افغانستان کې څه کردار پریښود، د هغه یادونه ولې نه کوئ؟ خو ورشئ د امریکا او انګلستان د لوبډلو له روزونکو پوښتنه وکړئ چې له افغانستان څخه ولې داسې شرمینده او سرټیټي راوتښتیدئ.

د کارلوس کي روش ځواب نه و، سم د آهنګر ګوزار و چې د غربي مغرضو خبریالانو تر پښو لاندې یې ځمکه وڅرخوله. د افغانستان نوم یادیدو ورباندې سړې خولې راماتې کړې او پرته له دې چې په سیاسي موضوعاتو کې نورې ګوتې ووهي، خبره یې بل چینل ته واړوله.

دې جریان یو ځل بیا ثابته کړه، چې په افغانستان کې شکست د غربي استکبار لپاره د پوزې پیزوان دی، چې چیرته افغانستان یادیږي، ورسره د غربي استکبار د عبرتناک شکست او شرمیدلې تیښتې یاد هم راژوندی کیږي. که غواړئ له غربي سیاستوالو او خبریالانو خبره ورکه کړئ، یوازې له افغانستان څخه تیښته وریادوئ او بس.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button