افغانستان

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال:دا وطن به ابادوو او پرځان بسیا افغانستان به جوړوو!

شریعت: د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د لغمان ولایت له یو شمیر پخوانيو قومندانانو، قومي مشرانو او امنیتي مسؤلینو سره وکتل.

په دې کتنه کې د لغمان ولایت د دولت شاه او الیشنګ ولسوالیو یو شمېر پخوانيو امنیتي مسؤلینو، قوماندانانو، قومي مشرانو او سپین ږیرو له اسلامي امارت څخه بشپړ ملاتړ اعلان کړ او خپلې غوښتنې یې د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.

دوی ټینګار وکړ، چې اسلامي نظام د هر چا ارمان دی، نور د جګړې لپاره کومه بهانه نه ده پاتې، اوس عمومي بښنه شوې او ډاډ یې ورکړ، چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې په خپله سیمه کې تخریبي کړنې ترسره کړي.

هغوی په لغمان ولایت کې د نورو پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې د اسلامي امارت د رهبرۍ د پاملرنې غوښتنه وکړه او   زیاته یې کړه چې د دوی په سیمه کې باید لا ډېرې پرمختیایي پروژې تطبیق شي ترڅو ځوانانو ته د کارکولو زمینه برابره شي.

په همدې حال کې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال  ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت د استازي په توګه د لغمان له والي سره په ګډو هڅو لغمان ته کار کوي او خلک دې په دې برخه کې هیڅ اندېښنه نه کوي.

مولوي عبدالکبیر وویل: عمومي عفوه لا هم پر ځای ده، موږ ټول د اسلامي امارت د سرلوړي او بقا لپاره د وروڼو په توګه کار کوو او تاسو پر موږ باور ولرئ چې دا وطن به ابادو او پرځان بسیا افغانستان به جوړوو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *