افغانستان

بابر بڼ کې لسګونه مېوه لرونکې ونې کښېنول شوې

کابل ښاروالۍ د پلازمېنې کابل په بابر بڼ کې د لسګونو مېوه لرونکو ونو د کېنولو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد له لوري د بابر بڼ د زرغونتیا پراخولو په موخه (۱۰۰) میوه لرونکې ونې کېنول شوې. په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې، یاد نیالګي د بابر بڼ په انګړ کې په مناسبو ځایونو کې کېنول شوي او د بڼ کارکوونکو له لوري به په منظمه توګه خړوب کېږي.
د کلتوري چارو رئيس د دغو نیالګیو د کېنولو پر مهال وویل چې، په چهلستون بڼ کې به هم د نیالګیو کېنولو چارې ترسره شي او ورسره جوخت به د لویو تفریحي او تاریخي ځایونو ښکلا او زرغونتیا ډېره شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له لوري په ټول هېواد کې د نیالګیو کېنولو لړۍ دوام لري او ټاکل شوې، چې د نوي کابل تر را رسېدو پورې لسګونه زره نیالګي کېنول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *