افغانستانروغتیا

د جوزجان ١٦ روغتيايي مراکز په ٣٠ نويو طبي وسايلو سمبال شول

شریعت: د جوزجان ولایت له ۱۶ روغتیايي مرکزونو سره د سل زره امریکايي ډالرو په لګښت د برک دفتر له خوا طبي وسایلو مرسته وشوه. د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسوول حمیدالله درزابي وایي، چې په دغو مرستو کې ۳۰ قلمه طبي وسایل شامل دي، چې په دې سره به د یاو مرکزونو شته ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده چې په جوزجان کې د برک دفتر دوه اوونۍ مخکې هم د ۹۶ زره امریکايي ډالرو په لګښت په لسګونو قلمه طبي او غیرطبي وسایلو مرسته کړې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *