لیکنېمقالی اوتبصرې

خوارج له صدر اسلام څخه ، بیا د نن تر دواعشو نهمه برخه

خوارج د کفارو په مقابل کې :
خوارج له قدیم زمان څخه نیولې د نن ورځې تر داعشي خوارجو پورې د کفارو په مقابل کې د جنګېدلو تاریخ نه لري، د ډېرې پلټنې باوجود موږ په دې نه یو توانیدلي چي د خوارجو په تاریخ کې له کفارو سره د جهاد جمله پیدا کړو ، لکه څنګه چې جناب أکرم صلی الله علیه وسلم د خوارجو په علائمو أو نښانو کې ویلي (يَقْتُلُونَ أَهْلَ الإسْلَامِ ويَدَعُونَ أَهْلَ الأوْثَانِ.الحديث) مسلمانان قتل کوي ، وژني یي او مشرکین سالم پرېږدي.
همداسې د دوی ټوله ماضي او سابقه له مسلمانانو سره جنګ او د هغوی د تکفیرولو څخه ترکیب او جوړه ده.
امام ابن جرير الطبري په خپل تاریخ کې ليكلي: حضرت علي رضي الله عنه ته مکتوب راغی، د خوارجو دا واقعه یې په کې لیکلې وه: چې خوارج پر یوه مؤمن باندې ور پیښ شول ، دوی ورته وویل مسلمان یې که کافر ؟ هغه ورته وویل مسلمان یم ، دوی ورته وویل په ”حضرت“ علي «رضي الله» کې څه وایې او د هغه په اړه څه نظر لرې ؟ ده ورته وویل د هغه په اړه مې د خیر او ښه نظر دی.
بیا یې هغه و واژه أو په توره یې ټوې ټوې کړ ، له همدې مسلمان سره یو کافر هم و ، هغه ته یې وویل ته څوک یې؟ هغه ورته زه ”ذمي“ یم.
خوارجو پرېښود او ویي ویل چې د دي سړي وژل حرام دي.
حضرت علي رضي الله د مکتوب په ځواب کې ولیکل: زه پوه شوم چې دې ګمراه ډلې مؤمن قتل کړ ، مؤمن د دوی سره په أمن نه دی او مخالف کافر بیا له دوی سره په امن دی، دا هغه ړنده او کڼه ډله ده چې شیطان ګمراه کړي او له دوی یې لاره ورکه کړې ده.

امام مبرد په خپل تاریخ « الکامل» یوه عجیبه واقعه ذکر کړې چې د « ابو حذیفة واصل بن عطاء» په نوم کوم څوک د خپل ملګرو سره روان و ، پر خوارجو ور پیښ شول، واصل و خپلو ملګرو ته وویل ما او دوی سره پرېږدئ، تاسو چوپ شئ.
خوارجو پوښتنه ورڅخه وکړه چې څوک یاست؟ ده ورته وویل مشرکان یو ، سوچه کافران یو، پناه مو راوړې ده، تر څو د الله تعالی کلام واوروو او شریعت یې وپېژنو ، د واصل اشاره و دې آیت شریف ته وه[ وإ نْ أَحَدٌ مِّنَ ٱلْمُشْرِكِينَ ٱسْتَجَارَكَ فَأَجِرْهُ حَتَّىٰ يَسْمَعَ كَلَٰمَ ٱللَّهِ ثُمَّ أَبْلِغْهُ مَأْمَنَهُ.الأية) كه چېرې یو له مشرکینو پناه در څخه وغواړي ، أمن ورکړه تر څو د الله جل جلاله کلام واوروي، بیا یې و خپل امن ځای ته ورسوه.
خوارجو ورته وویل پناه مو درکړه ، بیا واصل ورته وویل شریعت را و ښیاست، هغوی خپل أحکام ور وښودل، ده ورته وویل ما أو ملګرو مې و منل ، هغوی پرېښودل، واصل ورته وویل چې تر امن ځای به مو هم رسوئ، خوارجو عسکر ورسره کړل تر خپل ځايه پورې یي ورسول.

همدا د قدیم او حادث خوارجو موقف او عقیده ده ، ددې ګمراه ډلې دښمني یواځې له مؤمنامو سره ده، د مؤمن په وژلو کې هېڅ ځنډ او تحقیق ته دوی اړتیا نه لري، مګر د کافر په وژلو کې بیا احتیاط کوي، له تحقیق او څنډه کار اخلي.
د خوارجو خپلمنځي اختلافات، او په دوی کې مختلفې ډلې.
نور بیا…

عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *